مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

منځنی ختيځ په "عربی ژمي" کې

ژباړه: عبدالرحمن فرقاني
سرچینه : الجزيره نت

 

 د يوشکا فيشر ليکنه.

منځنی ختيځ د"عصريتوب" بحران سره لاس او ګريوان دی،د اولسي انقلابونو (بدلونونو) لارښود ځوانان نه تر سترګو کېږي، او يا هم ځپل شوي دي. او د ځينو واکمنو او د بېلابېلومخالفينو فکري فلجتيا ته په کتو سره، کولای شو تر دې د لا ډېرو نړونکو انقلابونو په تمه شو.
يو زوړ او پخوانی متل وايي: سفر د سړي برداشتونه او پوهه پراخوي، او نوموړې خبره په ځانګړې ټوګه پرمنځني ختيځ باندې صدق کوي، خو اوسمهال هغې سيمې ته سفر کېدای شي ډېر کړکيچن وي، په حقيقت کې هغه اوړونونه او بدلونونه چې څو مياشتې وړاندې يې تصور ناشونی ښکارېده اوس د يوه واقيعت په څېر هلته زموږ پر وړاندې پراته دي.
سره د دې چې په سيمه کې يې ژور بدلون رامنځ ته کړ.،په مصر او تونس کې د کال ۲۰۱۱م  د ځواناڼو پاڅون خپل پاي ته رسېدلی دی، ( لږ تر لږه اوسمهال).
داسې ښکاري چې نظامي انقلاب او د ځواک سياست – څه حالت  چې اوس په مصر کې روان دی- پخوانی نظام را ژوندی کوي، او هغه سياسي بنسټونه چې اوسنی نظام پرې تکيه کوي تر ډېره برېده ماتېدونکي وي.
او په سيمه کې په استراتېژيک  محور کې پرلپسې بدلون هم په همدغه کچه تر سترګو کېږي، ايران چې اټمي غوښتنې او  د برلاسۍ ارمانونه يې هڅوي، اوسني د پام وړمرکز ګرځېدلی، په داسې حال کې چې پخوانی مرکز- داسرائيلو او فلسطين کړکيچ- له پامه غورځول شوی، په داسې توګه چې  ساحه يې په بشپړه توګه د متفاوتو مصلحتونو ترمنځ د نويو اتحادونو لپاره پرانستې ده.
سعودي عربستان او اسرائيل ( چې تر منځ يې ديپالوماتېکې اړيکې نشته) د آيران  او د  امريکا تر منځ د ستونزو د هوارېدو او د ايران   پر ضد واحد دريځ خپلوي.
د اېديولوژيک اړخه، د ايران او ګاونډيو تر منځ  مرکزي کړکيچ دسني او شيعي اسلام تر منځ طايفي رنګ اخيستی، او پر همدغه خط باندې په سوريه کې کورنۍ نړونکې جګړې  زور اخيستی، او نظامي او سياسي جمود ته په کتو سره  کېدای شي نوموړي خط  د هېواد د ويش اساس وګرځي، لکه هغه څه چې په "بوسنا" کې پيښ شول.
او که داسې څه پېښ شي، نو اغېز به يې هرومرو عراق، لبنان او اردن ته وغزېږي، او په دې سره به د سايکس بيکو تړون چې په کال ۱۹۱۶ م کې لاسليک شوی ؤ د تل لپاره له منځه ولاړ شي.
همدا راز د کرديانو قضيه بېرته را څرګنده شوې ده، او کېدای شي نوموړې قضيه په غير مستقيم ډول د فلسطين پر کشاله باندې اغيز ولري، او د تاسف ځای دی، چې داسې څه نښې او نښانې نه ښکاري، چې تر نوموړې تحول وړاندې  د اسرائيلو او فلسطينيانو تر منځ د کړکيچ د هواردېدو دلايل پکې و ګورو.
او بيا په سوريه، يمن او د افريقا په شمال او ختيځ کې د سني جهادي ډلې په بڼه کې د القاعدې د تنظيم له سره د زېږېدلو له امله د اوږد مهاله عواقبو مساله  د پام وړ ده.
او په خليج کې سلطنتي نظامونه به هڅه وکړي تر څو د ايران پر ضد د نظامي اړخه پر نوموړي پړانګ باندې سپاره شي، خو څه به پېښ شي کله چې نوموړي هېوادونه پخپله يوه ورځ ځانونه د کوچني سحر ګر په ادا کې ومومي!؟ آيا دغه د تعصب څخه ډک بادونه به شبه جزيره العرب ته راوګرځي؟ او آيا په نوموړو ټولنو کې شته مؤسسات به دغه راز  يرغل و زغملی شي؟.
د منځنی ختيځ په بېلابېلو سيمو  کې  سياسي نخبګان په داسې ليرلوری کې راګير دي، چې د ځواک سياست او خپلواکۍ ته د نولسمې پيړۍ ليدلوري او مفاهيم يې ټاکي، او هغه استراتېژيک شعارونه لکه : سيالی، توازن او ملي برلاسی  چې دوی يې پورته کوي، داسې مفاهيم نه دي، چې د سيمې د اولسونو او ملتونو د راتلونکې لپاره حلونه وړاندې  کړي.
لاتر اوسه د سيمې د هېوادونو تر منځ اقتصادي مرستې – چې د پرلپسې پرمختګ او ټولنيزې پراختيا لپاره اساسي اړتيا ګڼل کېږي، دا سربېره په دې چې د نړيوال او سيمه ييز ټيکاو او ثبات لپاره د يوه چوکاټ رامنځه ته کېدل اړين دی-  پردۍ مفکوره بلل ګېږي.
په اصل کې منځنی ختيخ د عصريتوب (مدرنيت) له بحران سره لاس او ګريوان دی، احساساتي ځوانان چې د بدلون لپاره يې د اولسي غوښتنې لارښودنه کوله نه تر سترګو کېږي، او( يا ځپل شوي دي) او د ځينو واکمنو او د بېلابېلو مخالفينو فکري فلجتيا ته په کتو سره، کولای شو تر دې د لا ډېرو نړونکي انقلابونه په تمه شو. 
او څرنګه چې په تېر کې مصر په ټوله سيمه کې لارښوده ونډه  درلوده ( که غواړي او که نه غواړي) دا ونډه به اوس هم لري. او په سيمه کې د امريکا  دستومانه شوي ځواک  د جزئي وتلو له کبله د نوښت (عصريتوب) مساله نوره هم پيچلی کېږي، اونوموړي وتل  په سيمه کې په لوړه کچه د اندېښنې او مزاحمت په تغ‍ذيه کې ډېر اغيز لري، وروسته له دې چې زاړه اتحادونه  راوپرزېدل، او اوس د نويو اتحادونو په لټه کې دي.
ولسمشر باراک اوباما په عراق او افغانستان کې د امريکا نړونکي جنګونه پای ته ورسول، په لومړي ځل کې په عراق کې جنګ پيل شو- او له دې ځايه پخوانی ولسمشر دبليو بوش او سلاکارانو يې ايران ته  دغه د استراتېژيک ځواک اوسنی منزلت ورکړ، او سره له دې اوباما اوس په منځني ختيځ کې بې وسه ښکاري.
په حقيقت کې اوباما د سختو نيوکو سره مخ دی، ځکه هغه په سوريه کې نظامي مداخله و نه کړه، سره له دې چې د مداخلې ګواښ يې د بشار الاسد حکومت دې ته اړ کړ تر څو خپله اټمي وسله وسپاري.
او همدا رنګه، په لويه کچه د ايران د استراتيژيک ځواک د پياوړتيا څخه لېري، اوباما وکولای شول تر څو پر ايران د نړيوالو کلکو اقتصادي تحريمونو د مشرۍ له لارې د ايران اسلامي جمهوريټ ګوښه کړي.
په ټينګار سره چې په سيمه کې  د اوباما د سياست ګڼ شمېر اړخونه د نيوکو وړ دي، په لومړي مقام کې د ده د ادارې هغه دفاعي دريځ دی، چې له دغه سياست اړوند يې خپلوي، د بې وسۍ پر ځای د هغه څه څخه وېره ده، چې په منځني ختيځ کې د امريکا  زاړه ملګري ترې وېره لري،او هغه اوږد مهاله بدلون دی، چې کېداي شي په اوسني  موجود وضعيت  کې را منځ ته شي.
او حقيقت خو دا دی او  داسې ښکاري، چې په سيمه کې د اوباما سياست غواړي په ريښتيا لاندې موخې تر لاسه  کړي:  د آيران سره د اټمي لانجې هوارول، او د نړيوالې امنيتي پروژې له لارې د سوريې جګړې ته د پآي تکی اېښودل او د اسرائيل او فلسطين د کشالې هوارول.
او نوموړی سياست تر ډېره برېده ارماني سياست ښکاري، د هغو ستونزو له امله چې په سيمه کې شته دي، و د هوارولو په اړه يې څه نه تر سره کېږي. خو که چېري اوباما د دغو اټکلونو پر خلاف کامياب  هم شي، نو کاميابي به يې د ټولو ارزونو پر اساس يوه تاريخي کاميابي وي.
خو څه به وشي، که چېري اوباما ناکام شي؟ بيا به هرومرو منځنی ختيځ  د بې نظمۍ لور ته ښوېږي، او دا به په نادره توګه د لومړۍ نړيوالې جګړې د نېږدې راتلونکې سلمې کليزې د ياد سره سمون ولري.
Forqani_604@hotmail.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery