مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2013-12-21   مخپرونکئ : 114 - دبېنوالیکوال- کـ

آیا افغان مأموریت بشپړ سو؟

سومس میلنی
سرچینه : ګارډي ین اخبار ، لندن


نېټه : ۱۸ / ۱۲ / ۲۰۱۳
ژباړن : نثار احمد صمد

 

افغانستان یو ناورین ثابت سو او ځکه نو زموږ د مشرانو سره باید حساب کتاب وسی . برتانوي پوځیانو په افغانستان کی حتی خپل یو هدف لا هم بشپړ نکړ . دا هم د عراق او لیبیا غوندی یو مصیبت وګرځېد .
تر ټولو هغو چټیاتو چی د سیاست پوهانو د خولو څخه راوزی ، د ډیویډ کېمرون هغه ادعا اول مقام لری چی وایی برتانوي جنګی پوځیان به د افغانستان څخه د هغوی د « مأموریت تر بشپړولو » وروسته هیواد ته راستنیږی . دا هم تقریبأ هماغه د ۲۰۰۳ په مې کی د جورج بوش د بدنامه ادعا غوندی ده چی د اصل جنګ د پیل پر مهال یې له وخته مخکی د بریالیتوب ږغ پورته کړ، نو دلته هم د برتانیې صدراعظم قصدي ملنډی وهی .
خو برتانوي ، امریکایی او نور ناټویی پوځیان د ډیری اوږدې مودې راهیسی ، یعنی تر دوهمي نړیوالی جګړې هم دوه چنده موده په افغانستان کی شتون لری ، چی له امله یې ښایی دغو مشرانو هیره کړې وی چی اصلی هدف څه و . حقیقت خو دا دی چی دغه مأموریت د داسی یو جنګ په حیث پیل سوی و چی القاعده تباه کړی ، طالبان وځپی ، او د هغوی مشران یعنی اسامه بن لادن او ملا عمر ونیسی یا یې ووژنی .
خو هدف ډیر ژر دغو کارونو ته بدلون وموند : د دیموکراسۍ او ښځینه حقوقو لپاره مبارزه ، د تروریسټی حملو څخه زموږ د ښارونو د ساتلو جنګ ، د تریاکو د تولید له منځه وړل ، او د هلمند څخه تر کندهاره د امنیت او ښه حکومت دارۍ استقرارول . مګر د بن لادن د وژلو څخه پرته ، هغه هم لس کاله وروسته په یو بل هیواد کی ، د دغو ټولو څخه آن یو هدف هم نه دی ګټل سوی . بلکی برعکس پر ځای یې القاعده نوره هم وغوړېده او پراخه سوه او په ټوله عربی او اسلامي نړۍ کی خپره سوه چی اول یې عراق او اوس یې سوریه په غیږ کی نیولې ده .
دا چی وایی دغه جنګ زموږ کوڅې او واټونه د حملو څخه ساتی ، او ځکه نو د هغه لپاره دا جنګ حق په جانبه رامعرفی کوي ، ومو لیدل چی په دې وروستیو ( یعنی مې ) کی د لندن په کوڅو کی مایکل اډي بولاجو په افغانستان کی یو جنګېدلی پوځي ( لي رګبی ) وواژه .
هلته طالبان هم د اوږدې مودې راهیسی بیا راپاڅېدلی دي . هغوی د روان کال د مې او اکتوبر تر منځ موده کی ۶۶۰۰ حملې کړی دي او د بیا واکمنېدو لپاره خبری اتری ورسره کیږی . ملا عمر هم آزاد ګرځی . د افغانستان د تریاکو تولید خورا لوړ سوی او ریکارډ یې مات کړی دی چی همدا نن د نړۍ ۹۰٪  تهیه کوی . په ۲۰۰۹ کی د هیواد ۶۸٪ سیمه « د بیا رغونی لپاره امن » وه خو نن دا کچه تر پنځوس سلني هم راکښته سوې ده .
په عین حال کی ، ښځینه حقوق نور هم پایمال سوي دي او د ښځو پر ضد تشدد د ناټو تر اشغال لاندی خورا ډیر سوی دی : لکه څنګه چی د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کی د افغان بشري حقوقو د څارونکو لخوا څلور زره دغسی حملې په اسنادو ښودل سوي دي چی په هغو کی د جنسی تجاوز څخه نیولې تر تیزاب پاشلو ، وهلو ډبولو ، او د بدن د کومو غړو تر پرې کولو پوری پکښی شامل دي .
انتخابات هم په بې شرمانه ساخته کارۍ سره سوي دي ، چی له امله یې د بهرنیو پوځیانو لخوا د جنګ سالارانو او ظالمو کړونکو یو فاسد رژیم واکمن ساتل سوی دی ، او تشدد له خطره ډک بې ثباته پاکستان ته هم خپور سوی دی .
دا هر څه د لس ګونو زرو ملکی افغانانو د سرونو په بیه سوي دي چی د زرګونو امریکایی ، برتانوي او نورو اشغالګرو پوځیانو ککرۍ یې هم خوړلی دي . خو دا داسی نه وو چی له لومړي سره یې پیش بینی نه وه سوې . کله چی خپرونو دوولس کاله مخکی په افغانستان کی د بریالیتوب ږغ پورته کړ ، او د ټونی بلیر لخوا د کامیابۍ ږغ په سیاسی دستګاه کی منعکس سو ، نو د دې یرغل مخالفینو پیش بیني وکړه چی د دې څخه به یو اوږد مهاله چریکی جنګ جوړیږی ، زښت زیات افغانان به ضایع کیږی ، او پوځی ناکامي به په بر کی لری . خو سیاست پوهانو هغه د « غلط » او « خیالی وهم » په توګه رد کړ . لاکن دا ټول هغه څه وو چی باالکل پیښ هم سول . مسلسلو څیړنو دا ثابته کړه چی برتانوي پوځونو په ۲۰۰۶ کی هلمند ته په رارسېدو سره د تشدد او زورزیاتي کچه آسمان ته ورسول ، او اټکل یې کړی دی چی پنځه سوه ملکی انسانان یې په داسی عملیاتو کی وژلی دي چی په ۲۵ الی ۳۷ بلیونه پونډه ورته تمام سوي دي څو چی څلور کاله وروسته د امریکایی پوځیانو لخوا وژغورل سول . خو د هغو سیاسی رهبرانو څخه چی دا پوځیان یې هلته لیږلی وو ، آن یو لا هم د دې شومی سابقې له امله مأخوذ او سزاوار نسو......
نو هغه جنګونه چی د امریکې ، برتانیې او ملګرو لخوا په تیرو دوولسو کالو کی تحمیل او تقویه سوي دي یوه سرځوړي او شرمندګي ده ، هغوی خو خپل مأموریت او هدف ته و نه رسېدل بلکی ناویل سوې بدبختي یې رامنځته کړه ، تروریزم یې په ټوله نړۍ کی خپور کړ ، او هغو اړخونو ته یې ستراتیژیکي ماته ورپه برخه کړه چی دا کار یې راپیل کړی و . د افغانستان د قضیې په ارتباط خودا هر څه داسی ښکاری لکه نور پایښت چی هم مومی ، دا ځکه چی امریکا او برتانیه دواړه پلان لری چی هلته خپل پوځونه او بېسونه ( یعنی اډې ) د نورو زیاتو کلونو لپاره هم ولری .
په هر منظور چی یې وګڼو ، دغسی یوه ناکامي باید د سیاسی مباحثې په هماغه زړه کی ځای ولری . لاکن برعکس سیاسی طبقه او خپرونی تر ډیره حده خپل نظر بلی خوا ته اړوی او ځانونه په جنډه کی پیچی ( یعنی ځانونه دومره هیوادپاله ښیی ) تر څو په دې توګه له جنګه بیزاره عوام غلي کړی . د داسی بدلونونو لومړنۍ نښه هماغه پر سوریه باندی د حملې پر خلاف په اګسټ کی بې مثاله پارلماني رایه وه . خو د جنګ او سولی دیموکراتیک ښودل نور ډیر کار ته هم اړتیا لری . پس د داسی مصیبتي مأموریتونو د ستایلو او تاییدولو پر ځای باید مسؤل سیاست پوهان محاکمه سی ، پای . 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery