مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-01-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کابل شرمونکي لوبي

عبدالباري جهاني
سرچینه : کریسچن ساینس مانیټر

                        
د متحده ایالاتو یوې معتبري ورځپاڼي کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼي د پنجشنبې په ورځ د ډان مرفي په نوم خپل یوه مشهور خبریال رپوټ خپور کړی او لیکي چي د کام ایر شرکت د ټولو تورونو څخه براءت تر لاسه کړ او کولای سي چي د متحده ایالاتو څخه د قراردادونو اخیستلو ته درخواستي ورکړي. خبریال لیکي چي د دې فیصلې له چټکی څخه په لومړي سر کي څرګنده وه چی دا یوه سیاسي تصمیم وو. د افغانستان جمهوریس حامد کرزي غوښتل چي خپل قوي ملاتړی، د کام ایر د هوایی شرکت مالک زمری کامګار حمایه کړي. د متحده ایالاتو پوځ د دې زهرجني ګولۍ په تیرولو چنداني خوشاله نه وو خو له مجبورتیه یې دا ګولۍ ترستوني تیره کړه. خبریال لیکي چي د ایساف نطاق کرنل تامس وویل موږ د کام ایر په باب فیصله د افغانستان د حکومت د تحقیقاتو د بشپړیدو تر وخته پوري ځنډوو، مګر زیاته یې کړه چي د کام ایر د تریاکو د قاچاق په برخه کي شواهد څرګند او روښانه دي. دا به ایساف ته څرګنده وي مګر د افغانستان د حکومت تحقیقات بشپړ سوي او نتیجه یې حیرانونکې ده. د کام ایر هوایی شرکت یې له ټولو تورونو څخه پاک کړی دی او داسي ښکاري چي د متحده ایالاتو حکومت هم دا فیصله منلې ده او هیڅ نه پکښي وایي.
   خبریال لیکي چي نن د کام ایر د هوایی شرکت د ملکي الوتنو عمومي مدیر حمید ظاهر ماته د روان کال د جنوري د دوولسمي نیټې یو مکتوب را ولیږی چي  په کابل کي د متحده ایالاتو په سفارت کي یوه ډیپلوماټ میلوین سینټورن لیکلی وو او د ټول مکتوب مطلب دا وو چي د کام ایر شرکت باید ویره ونه لري. په مکتوب کي راغلي وه چي موږ له خپلو پوځي مقاماتو سره هم  خبري کړي دي او دا باید درته ووایم چي کام ایر نور د متحده ایالاتو په تورلیست کي نه دی او په پوړه زړه کولای سي چي د متحده ایالاتو څخه قراردادونه واخلي.
خبریال لیکي چي د کام ایر د هوایی شرکت په باب د افغانستان د لویی څارنوالی د دې فیصلې پیش بیني د تیري فبروري په میاشت کي کیدلای سوای او علت یې دا دی چي د دغه شرکت څښتن زمري کامګار د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کي د جمهوریس کرزي سره ډیره زیاته مرسته وکړه. دغه راز یې د جمهوریس کرزي او د جنګ سالار رشید دوستم په پخلا کولو کي مهم رول ولوباوه او د هیواد په مهمو برخو کي یې جمهوریس کرزي ته رایي ور وګټلې. اوس چي د اپریل په میاشت کي بیا د جمهوري ریاست انتخابات کیدونکي دي، جمهوریس کرزی، سره له هغه چي پخپله کاندید نه دی، خپلو ټولو متحدنیو ته اړتیا لري چي د ده د غوښتني سره سمي رايي ورته راغونډي کړي. ځکه نو باید د کام ایر ټوله مشکوکه سابقه او د مخدره موادو د قاچاق په اړه تورونه پاک سي.
خبریال د خپل رپوټ په پای کي په افغانستان کي د متحده ایالاتو د بیا ابادولو د پروګرام د خاص مفتش جان سوپکو د تیري هفتي د یوه مکتوب خلاصه وړاندي کوي او هغه لیکي چي د مخدره موادو تجارت د افغانستان مالي سکټور زهرجن کوي او غیرقانوني اقتصاد تقویه کوي. دا کار د افغانستان د دولت قانونیت کمزوری کوي، اداري فساد زیاتوي، جنایی  شبکې تغذیه کوي او د طالبانو او نورو یاغي ډولو لپاره ډیر زیات مالي ملاتړ برابروي. همدااوس داسي نښی لیدلي کیږي چي د افغانستان د ملي امنیت مقامات د کلیوالو سره په تماس کي دي او هغوی ته د کوکنارو د کښت اجازه ورکوي او حتی د کوکنارو کښت او کروندې ته یې تشویقوي. خلاصه دا چي د مخدره موادو کښت او قاچاق د ښځو د حقوقو، روغتیا، تعلیم او تربیې، د قانون د واکداری او د حکومتي ادارې په برخه کي د متحده ایالاتو د دوولسو کالو لاسته راوړني ټولي په اوبو لاهو کوي؛ خکه چي دا نه یوازي یاغیان غښتلي کوي بلکه په هیواد کي منظمي جنایی شبکې او اداري فساد تقویه کوي.
اوس نو که د متحده ایالاتو دغه پالیسي وي چي د جمهوریس کرزي د خوشالولو لپاره تر خپلو ټولو پرنسیپونو تیریږي او په داسي حال کي چي د دوی خپل عالي رتبه مقامات وایی چي د مخدره موادو قاچاق د دوی دولس کلني لاسته راوړني، که یې چیري درلودلي وي، په اوبو لاهوکوي او طالبان او یاغي ډلي تقویه کوي او بیا هم څرګندو جنایتکارانو او قاچاقبرانو ته اجازه ورکوي چي هم سرې سترګي ازاد وګرځي، هم د افغانستان په سیاسي او اقتصادي اینده کي فعاله ونډه واخلي او هم لا پخپله له امریکا څخه هغه امتیازات چي نورو ته میسر نه دي ترلاسه کړي، بیا نو د افغانستان مظلوم ملت ته د دغه، په اصطلاح، دوست هیواد ګټه په څه کي ده؟ زه دا خبره بیا هم کوم چي د افغانستان څخه د متحده ایالاتو د قواوو سمدستي وتل او د افغانستان د ملاتړ څخه لاس اخیستل د هیواد تباهي ده، ځکه خو موږ ټول دا دوولس کاله په« شب درمیان خدا مهربان» خپلي شپې سبا کړي دي. مګر دا حالت تر کومه پوري؟ که د امریکا حکومت دونه کمزوری وي( چي ښایی نه یې ما او نه یې بل چا فکر کاوه) چي د جمهوریس کرزي پر هر ډول غیر قانوني عمل باندي سترګي پټوي او په خلاصو سترګو په هیواد کي جنایتکاران حمایه کوي او قدرت ته یې رسوي نو موږ به د راتلونکو انتخاباتو څخه، چي د دغه راز دسیسو په نتیجه کي به څوک قدرت ته رسیږي، څه انتظار ولرو. په افغانستان کي د جنایتکارانو، قاتلانو، مفسدو عناصرو او قاچاقبرانو کمی نسته او دا ټولي شبکې په یوه او بل ډول سره تړلي دي؛ او هر څوک چي قدرت ته رسیږي هغه به د دغو زهرجنو او د ملت د قاتلو شبکو په ملاتړ قدرت ته رسیږي، دغه اوسنی حالت به دوام کوي، او زه یقین لرم چي وضع به تر دې سل چنده بد تره سي. اداري فساد به روان وي، په لغمان کي به پرموټر سایکلونو سپاره لنډه غر د کریکیټ پنځه تنه بیګناه لوبغاړي قتل عاموي، په وزیر اکبرخان مینه کي به د خارجیانو امنیت خوندي کیدلای نه سي، پر کونړ باندي به د پاکستان راکټونه اوري  او د مخدره مواو قاچاق به، چي تر اوسه پوري غیر قانوني وو او ستره ګناه بلله کیدله ، وروسته تر دې د امریکایی مقاماتو تر سترګو لاندي سرته رسیږي، او لا به د امریکایانو څخه ، چي زه یقین لرم عالي رتبه جنرالان او حکومتي مقامات به یې ښه ونډه پکښي لري، امتیازات هم ترلاسه کوي؛ بالاخره به د امریکایانو او غربي قواوو پاته کیدل څه ګټه ولري.
زما څخه، کابل ته د سفرونو په ترڅ کي، تر لس ځله زیات پوښتنه سوې ده چي امریکایان له افغانستان څخه وزي کنه. ما به په جواب کي ورته ویل چي زما لومړنی سوال حل نه دی او هغه دا چي دوی ولي راغلي دي. زما سره اوس هم دا سوال دی چي دوی په افغانستان کي څه لري چي په دومره بې شرمي خپل، په اصطلاح، د ډیموکراسی او بشر پالني پرنسیپونه تر پښو لاندي کوي. ایا امریکا په ریشتیا هم دونه کمزورې ده چي خپلو هغو ګوډاګیانو ته چي د دوی په مستقیمه حمایه قدرت ته رسیدلي دي؛ او که د دوی مستقیم ملاتړ ورسره نه وي یوه هفته قدرت نه سي ساتلی، هیڅ نه سي ویلای. ایا دا خبره د منلو ده؟ او که یې ومنو نو بیا زموږ د دغو نا بللیو میلمنو او دوستانو پاته کیدل په څه ارزي؟ نو یا خو د متحده ایالات تیر او اوسنی حکومت د افغانستان د جنایتکارانو او قاتلانو سره په دومره جنایتونو کي شریک دي چي د احتمالي رسوایی څخه ویره لري او یا د امریکا ډ یر عالي رتبه حکومتي مقامات او جنرالان په افغانستان د روانو جنایاتو، اداري فساد او د مخدره موادو د قاچاق څخه دومره ګټي ترلاسه کوي چي په اسانه ورڅخه تیریدلای نه سي. کنه نو دا څرنګه امکان لري چي، د همدغه پورتني رپوټ په اساس، امریکا له خپلو ټولو پوځونو او عصري وسایلو سره یوازي د مخدره موادو د کښت او کروندې او قاچاق د مخنیوي لپاره اوه میلیارډه ډالره ولګوي او بیا هم ووايي چي د دوه زره دوهم کال راهیسي د مخدره موادو تولید درې چنده سوی دی.
 که د افغانستان په باره کي د نړۍ، په تیره بیا امریکايي، مطبوعاتو وروستیو رپوټونو ته وګورو نو افغانستان ته ډیره تاریکه آینده ګوري.  د راتلونکو انتخاباتو په نتیجه کي به داسي حکومت منځته راځي چي ټول به د جنایتکارانو، قاتلانو او مفسدینو څخه جوړ وي. که څه هم چي اوسنی حکومت خو هم په ټولي نړۍ کي په اداري فساد او رشوت کي لومړۍ درجه ګټلې ده خو راتلونکی حکومت به د داسي جنایتکارانو څخه جوړ وي چي ټول ملت به د کرزي په حکومت او ادارې پسي ارمانونه کوي. د جمهوري ریاست لپاره د ټولو کاندیدانو لمني له جنایتکارانو او مسلکي قاتلانو څخه ډکي دي او هر یو چي بل ته تیریږي له ځان سره به د جنایتکارانو ډلي وروړي. که د کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼي د تازه رپوټ څخه د مشت نمونه خروار په توګه کار واخلو نو هغه تمه چي مو له غربیانو په تیره بیا امریکایی دوستانو څخه کیدله ډیره بیځایه وه. د دې رپوټونو څخه خو داسي ښکاري چي  امریکایانو، یا د مجبوریت یا د ګټو په اساس، زموږ د هیواد له جنایتکارانو سره لاسونه یو کړي وي او د مظلومو او بې دفاع افغانانو لوټلو او ځپلو ته یې ملا تړلې وي. خبري ورځ په ورځ پیچلي کیږي او هره ورځ داسي زړه ربړونکي رپوټونه خپریږي چي د اینده په باره کي امیدونه له خاورو سره برابروي. څه به پیښیږي؟ والله اعلم.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery