مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-02-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دطالبانو پټې خبرې، کېدی شي افغانستان وژغوري

ژباړه: عبدالرحمن فرقاني
سرچینه : شرق الاوسط ورځپاڼه


د فيلډمان ليکنه.

د اوباما اداره حيرانه ده- حيرانه ده، ځکه چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزاي د طالبانو سره پټې خبرې کوي، د سپنې مانۍ سلاکار (جون بوديستا) په دې وروستيو کې هغه پخوانۍ خبرې چې اعلان شوې نه دي، او د کرزي دغه تصرف او چلند چې  د هغه اتفاق اړوند جوړ جاړي ردوي، چې پر بنسټ يې د د امريکا ځواکونه تر دوه زره او څورلسم کال وروسته په افغانستان کې پاتې کېداي شي، عجيب او غريب تصرف  ګڼي.
خو د هماغه طالبانو سره په ځانګړې توګه د کرزي د مذاکراتو اړوند  وحشتناکه او ګواښمنه خبره څه ده، چې امريکايانو په کراتو هڅه وکړه تر څو دوی په حکم کې شريک کړي، خو ونه توانېدل؟. په حقيقت کې سره له دې چې ډېره شونې ده، چې طالبان د هغه ولسمشر سره لوبه وکړي، کوم چې واکمني يې په لڼده موده کې پاي ته رسېږي،  او دی پخپله هماغه شخص دی، چې  طالبان  د افغانستان سياسي ډګر ته را ننباسي، او پر هغه چا سترګې پټې نه کړي، چې د افغانانو په ټول وژنه کې د امريکا سره ملګري دي. په دې کې شک نه شته چې کرزي خپل ځان ژغوري، خو دلته يو ريښتنی فرصت او يوه حقيقی موکه شته ده، چې د نورو ډېرو افغانانو ځانونه هم وژغوري.
د کرزي د هڅو ارزونه په افغانستان کې د  طالبانو په پرتله د امريکا د استراتيژيک دريځ څخه څرګندېږي، که د ناټو ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې ناکام شوي نه دي، خو بريا يې هم نه ده موندلې، او په يوه بې ګټې جګړه کې ښکيل ده، چې د دولسو کلونو پورې په افغانستان کې روانه ده، او ياد هدف ته نه رسېدل پخپله يو ډول ناکامي ده. امريکا هڅه وکړه، د (القاعدې) سره د جګړې په ختمېدو، د خپلې جګړې اهداف له سره وټاکي. خو په دې کار سره دا حقيقت بدلون نه مومي، چې دامريکا ډېر امکانات او موارد د يادې جګړې په لويه برخه کې د طالبانو او د هغوي د ملګرو په ضد مصرف شول.
له کومه ځايه چې امريکا خپل ځواکونه د افغانستان څخه وباسي، سره له دې چې که څو محدود ځواکونه يې پاتې هم شي، طالبان به تر دې وروسته د يوه پرمختللي ځواک او لښکر سره مخ نه وي، بلکې د افغاني نوي روزل شوي ځواک له څو زره ييز لښکر سره چې تر يوه برېده متردد او زړه نازړه دی، به مخ وي. کېداي شي افغاني اردو د څو کالونو او څو مياشتو په مخه په کارنده ډول د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي، او دا هم تر ډېره برېده د امريکا په مرستو باندې ولاړه ده. په دواړو حالتونو کې طالبان کولاي شي، امريکا تر هغې د انتظار په حا لت کې وساتي،څرنګه يې چې له پيله دا کار کړي، چې يا  د افغانستان حکومت ورسره جوړ جاړي وکړي او يا هم د دوي پر وړاندې خپل شکست ومني.
کرزي تل د امريکا او طالبانو تر منځ خبرې غندلې او په يادو خبرو کې يې د ګډون څخه ډډه کړې ده، هغه ښه پوهېږي چې د امريکا سره اتحاد او ملګري په داسې حال کې چې د وټلو نيټه يې را لنډېږي، بې ګټې اتحاد دی، د افغاني اساسي قانون له مخه کرزي نه شي کولاي د بيا ځل لپاره ځان کانديد کړي، له دې مخه که چېرې امريکا خپل ځواک د واک د ګډۍ تر شا پاتې کړ، نو بايد کرزي پسرلي له واک څخه ګوښه شي. اوپه دې کار سره به يا په افغانستان کې په داسې حال کې پاتې کېږي، چې د انتقام په موخه به د طالبانو د وژنې له ګواښ سره مخ وي او يا به له هغه افغانستان څخه چې د کلونو لپاره يې قيادت کړي، وځي او چېرته به سياسي پناه اخلي.
هغه بنسټيز وړانديز چې کرزي يې طالبانو ته وړاندې کولي شي، هغه تر جنګ پرته په واک کې ګډون دی، او د دې پر مقابل کې کرزي هڅه کوي، چې د خپل ځان ژوند تضمين او يو څه درناوي او درنښت په لاس راوړي، او کېداي شي په هغه حکومت کې چې په راتلونکې کې به دطالبانو په لاس کې وي، کومه رسمي دنده تر لاسه کړي. کېداي شي کرزي په دې اند وي، چې د طالبانو رمزي مشر به شي، او په دې سره به د طالبانو د حکومت د مشروعيت ستونزه هم هواره شي. سربېره په دې، کرزي د امريکايانو سره د مواجهې اوږده  تجربه لري. او کېدي شي طالبان په نړيواله ټولنه کې د ګډون په اهميت پوه شوي وي، کوم چاره چې طالبانو په ۱۹۹۶ نه۲۰۰۱ کال پورې  د خپلې واکمنۍ پر مهال له پامه غورځولې وه.
ستونزه دا ده، چې طالبان کرزي هم د امريکايانو په څير د مذاکراتو په پلمه غولوي، تر څو خپلې ترهګرۍ ته ادامه ورکړي، خو په دې کې څه نغښتي دي؟ که فرض کوو، چې طالبان خپله اوږد مهاله لوبه تر سره کوي، نو کرزي او امريکايان دواړه په يوه ناوړه دريځ کې واقع دي، ځکه د طالبانو سره يې خبرې اترې د نه خبرو او اترو په معني دي، د کرزي په  هڅو کې يو ښه احتمال شته دی، خو نوموړې هڅې د امريکايانو سره خبرو ته اړتيا لري، تر څو پايله ورکړي، او همدا راز د طالبانو د راستنېدو په حال کې د کرزي د ژوند په خوينديتوب کې هغو افغانانو ته دېره قوي اشاره نغښتې ده ، چې د امريکايانو سره ملګري دي ، تر څو طالبان له دوي څخه د وحشي انتقام په لټه کې نه شي.
کېدي شي طالبان له ځانه پوښتنه وکړي، چې آيا اوس دوي ته په کار ده، تر څو د افغاني کشالې تر هوارېدو وروسته د امريکايانو پاتشوني تصفيه کړي؟ په عراق کې د( البعث)  دګوند د له منځو وړلو تجربې ته په کتو سره چې د وينو دتيودو باعث شوه، کېدي شي  دوي دې پايلې ته رسېدلي وي، چې اصلا ولې سختدريځۍ ته مخه کړي!، په داسې حال کې چې خلک د دوي واکمني مني؟ کېدي شي هغه لوي او ژور اخلاقي التزام چې موږ ته د افغانستان په پرېښودو کې متوجه کېږي ، هغه د هغو خلکو اړوند وي، چې دامريکايا سره په داسې حال چې  يواشغالګر او متجاوز هېواد ؤ، ملګري وو، او په دې اړه يې لويه سرښندنه او ځانونه يې له لوي شخصي ګواښ سره مخ کړل، کله چې طالبان د واک واږې په لاس کې واخلي،  دوي به تر هر بل چا له ګواښ سره مخ وي، ، نوموړو خلکو ته  به په دې اړه  تر تولو ښه شخص  سره له عيبونو يې ولسمشرحامد کرزي وي ، کېدي شي د خپل ژوند د خونديتوب په موخه د ده هڅې د دوي  د ژوندانه د خونديتوب لپاره هم ډېر ښه فرصت وي.  

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery