مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

واشنګټن تایمز:پر کرزی باندی د امریکايي هلیکوپتر د نسکورولو دعوا:

جمال خان بارکزی

 

ژباړه: جمال خان بارکزی

سرچینه: [http://m.washingtontimes.com/news/2014/18/families-sue-karzai-afghan-security-forces-for-dow/?page=all]

د امریکی کماندوانو[Seals] کورنی پر کرزی او د ده په امنیتی پوځونو باندی په  ۲۰۱۱ ز کال کی د هلیکوپتر د نسکورولو دعواکړی ده

دری امریکایی کورنی د حامد کرزی او د هغه امنیتی قوتونو  پر ضد یو[صورت دعوا] یی د امریکی د واشنګټن  په یوه محکمه ک پرانیستلی ده.   کرزی یی د خپلو وژل شویو زامنو سره په خیانت تورن کړل چی د یوی توطئی په ترڅ کی د دوی د سپرلی هلیکوپتر د ۲۰۱۱ کال په اګست میاشت کی د طالبانو لخوا نسکوره کیږی او په پایله کی ۳۰ تنه  پوځیان وژل کیږی چی پکښی ۱۷ تنه هغه کماندوان وه چی د اسامه دوژلوپه ماموریت کی ونډه درولودل.

د دریو وژل شویو پوځیانو کورنی حامد کرزی د یو فساد په عمل تورن کوی چی ده د ایران څخه رشوت اخیستی او د امریکی د طیاری د نسکورولو او د امریکی پوځیانو د وژلو زمینه یی ورته برابره کړی ده.

په دغه صورت دعوا کی داسی ادعا شوی ده چی د افغان یو شمیر افسران د «Operations Coordination Group» چی د امریکی د نظامی عملیاتونو ماموریت تائیدوی، غږ کړی دی او دغه معلومات تفصیل یی افشا کړی دی چی طالبانو ته ورسیږی.

دغه چینوک هلیکوپتر د طالبانو لخوا چی صرف ۱۵۰ یارده د هلیکوپتر د ناستی د ځای[ د تنګی دره] چی امریکی پوځیان پخوا هیڅکله نه وو استعمال کړی، څخه واتڼ درلودل په نښه او نسکوره کیږی. په دی کی هغه کماندوان  چی د ۲۰۱۱م کال په می میاشت کی د اسامه بن لادن د وژلو په عملیات که ونډه درلودل او د دوی حمایتی پرسونل یعنی د (Seal Team Six) شامل وه.

دغه صورت دعوا د واشنګتن دی سی په یوه محلی ( سیمه یز) محکمه کی خلاصه شوی ده، په صورت دعوا کی راغلی دی چی د دغی کورنی په  «صورت دعوا» کی د افغانستان او ایران[ دویم مدعی علیه]  څخه د ۶۰۰ ملیونو ډالرو د خساری جبران غوښتنه شوی ده.  دغه دوسیه د دوو تنو وکیلانو د آزادی د څار اداری [Freedom Watch] او د دغه  اداری رئیس «لاری کلیمان» لخوا مخته بیول کیږی.

« کلیمان» وایی، چی برنامه داسی طرح شوی ده چی د دفاع وزارت څخه د دغه مامورت د اجر‌اء د څرنګوالی په هکله معلوماتو ته ضرورت شته چی باید یی بربنډه کړی.

کلیمان وایی « موږ به ټول کشفیات او څیړینی وکړو او هیڅ شی به ګونګه پری نږدو»

  دغه څیړونکی مدافع وکیلان د کلونو را هیسی یو شمیر [صورت دعواوی] یی دوسیه کړی دی او د امریکی دولت یی تر فشار لاندی نیولی دی چی معلومات ارائه کړی.

کلیمان وایی«  موږ به په دفاع وزارت باندی ځان متمرکز کړو، او موږ به دا قضیه د یو فرصت په توګه تعقیب کړو ترڅو وکولای شو خپل سوالونو ته د ځوابونو ترڅنګ، عدالت ترلاسه کړو...موږ دلته د ځانه سره افغان افسران لرو او د دوی څخه به لازمه مرسته وغواړو.»

کلیمان وایی « موږ باورمنده یو چی دغه «صورت دعوا» به دا ثابته کړی چی حامد کرزی زموږ د مؤکلانو د زامنوپه قتل  کی مسؤوله دی، دوی [دکرزی اداره] د ماموریت په هکله  ټول کوردیناتونه(Coordinates) او حیاتی معلومات ورکړی دی،  او دا هغه  د خساره جبران دی چی طالبان، القاعده او ایران ته د اسامه د وژلو په بدل کی ورکول شوی دی.

دغه قضیه د «چارلز» او «ماری» د مایکل سترنج ( کرپتو لوجست) پلار او میئره مور، «دوګلاس» او «شاون همبرګر»ِ د پاتریک همبرګر( ملی نظامی ګارد) او «فوتاسیت دوانګداره» زوی یی «جان دوانګداره»چی یو سمندری نظامی متخصص وو او په دی ماموریت کی یی یو کشفی سپی  اداره کول.   ډیر شمیر د کورنی غړو ویلی دی چی د دوی زامن د یو د مخکی نه پلان شوی توطئی قربانیان شوی دی.  دوی هغه شی ته اشاره کوی چی طالبان مخکی له مخکی په یو لوړ برج کی د هلیکوپتر د ناستځای ته نږدی په داسی حال کی چی ځانونه  په راکټ او نارنجګ مجهز کړی ول،ځای پرځای شوه ول.  د دی د مخه طالبان  د یو بریالی برنامی له مخی  افغان پوځونه یی دی ته تشویق کړی وه چی امریکایان غافل کړی، او دوی د یو تش په نامه داخلی حملو په ترڅ کی ووژنی... د پنتاګون د خاصو عملیاتونو یو لوړپوری مامور د ملی شورا یوی کمیټی ته وویل چی دی په دی باور نه دی چی په دغه ماموریت کی کومه جوړجاړی شوی وی

هغه شپه دغه کماندوان (Seals)، حمایوی پرسونل،  او اته تنه افغان پوځیان په تلوار سره په چینوک هلیکوپتر کی سپاره شوی وه ترڅو هغه [ extortion 47]رنجرانو حمایه وکړی چی د دریو ساعاتونو راهیسی په دغه دره کی په عملیات بوخت ول ترڅو د طالبانولوپوړی مشرښکار کړی.

د امریکایانو د قومانده مرکزی پر کماندوانو باندی غږ وکړ چی یو د نجات ماموریت  پرلاره واچوی، مګر وروسته دا برنډه شوه چی رنجران  د هیڅ داسی مشکل سره مخامخ  نه وه. دوی یواځی د طالبانو د تعقیب لپاره چی د تښتی په حال کی وه د تعقیب لپاره مرستی ته ضرورت درلودل.

په دغه «صورت دعوا» کی د ښاغلی کرزی د امریکی ضد څرګندونی ، عملونو او د طالبانو سره د محرمو خبرو پر لاره اچونی، د امریکایانو د جنګی کوښښونود کم ارزښته کولو هڅی،  د کال په آخره کی په افغانستان کی د ناټو د قوتونو د پاته کیدلو د هوکړی د امضاء څخه دډه او د تروریستانو د خوشی کولو اقدامونه چی امریکی ځواکونو ته تهدید بلل کیږی، هم ذکر شوی دی.

« د یو مدعی علیه [ایران] مالی مرسته بل مدعی علیه [کرزی] او په حکومت کی د ده نورو جاسوسانو، پوځیانو، تروریستانو او تروریستی ګروپونود هغه امنیتی جوړجاړی په بدل کی باید قربانیانو ته تاوان ورکړی»

« مدعی علیه [کرزی] چی په نړیواله کچه د یو مجرم، فاسد او دمعلوماتو او باورونو پر بنسټ د کماندوانو(Seals) د تیم او نورو امریکایی ماموریتونو، د [Extortion17] د ماموریت قضیه چی د طالبانو یو رهبر[قاری طاهر] یی تعقیبول، او چی بیا هغه د کماندوانو د ځای کوردیناتونه یی خرڅ کړی او معلومات چی تروریستانو، طالبانو او القاعده ته د غټو روپیوپه بدل کی ورکړی دی.

داهم ور زیاته شوی ده چی « [کرزی ]شخصا د تروریستانو او تروریستی ګروپونو سر په یو جرمی شبکه کی اړیکی لری چی موخه یی د ده لا غنامندی ده، مدعی علیه[ کرزی] تروریستانو او تروریستی ګروپونو څخه د  امنیتی پلانونود سپارلو او جوړجاړی په بدل کی چی د مدعیانو د عزیزانو دمرګ لامل شوی دی، د پیسو او با ارزښته شیانو هم غوښتنه کوی او هم یی ترلاسه کوی.

نوت: که چیری په کوم ځای مطلب نشی اخیستلای او یا په ژباړه کی غلطی وی، کولی شی په ورکړ شوی لینک کی انګریزی ورژن یی تعقیب کړی...

 

پــــــــــــــــــای

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery