مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-03-30   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دوهم سلمان رشدي

میرویس شینواری‎

 

 

 ټولو محترمو وروڼو او خویندو ته د سلامونو په وړاندی کولو سره غواړم چه د ټولو مسلمانانو او غیرتي افغانانو پاملرنه یوی داسی فتنی ته راواړوم چه زمونږ د ټولو لپاره جدي ننګونه ده د
 امریکا په کیلیفورنیا ایالت کښی د تش په نوم افغان اریانا تلویزیون چه په حقیقت کښی د کفراو الحاد ځاله ده داسی خلکو ته د پیسو لپاره وخت ورکوي چه هغوي د قران اوحدیث څخه منکر دي او د اسلام په نوم خپرونو له لاری د اسلام په ضد فعالیتونه کوي او د خلکو د بی لاری کولو لپاره بربنډ پوچ تبلیغات کوي چه ددغو کفري څهرو څخه لومړی یی دوهم سلمان رشدي شفیع عیار ملعون او بل یی د وثیق په نوم دی
 ددغه تلویزیونی شبکی خاوند نبیل مسکینیار دی چه پخپله یی هم دین او اصلیت نه دی معلوم د ډالرو د ګټلو لپاره داسی اسلام او افغان ضد لعنتي اشخاصو ته وخت ورکوي
 دغه لعنتي او منفوره څهره شقی حمارچه قواره او قافیه یی هیڅ مسلمان او افغان ته نه پاتی کیږي د الله ج او زمونږ د ګران پیغمبر صلی الله علیه واله وسلم په باره کښی داسی ګستاخانه او بی ادبه الفاظ کاروي چه هیڅ یو د هوش خاوند يی د اوریدو توان او زغم نلري خو منافق مسکینیار چه په هر څه خبر دی په دی هر څه په ډیره بی شرمی سترګی پټی کړي دي او غوږونه یی پری کاڼه کړیدي .که چیرته څوک دغه مسکینیار ته دده په تلویزیون کښی ښکنځل وکړي ایا دغه بدبخته به یی وزغمي؟ خو چه کله د شقي حمار په څیر مرتد په علني ډول د الله ج او د هغه د رسول ص په شان کښی ګستاخي کوي نو مسکینیار یی د بیان ازادي او دیموکراسي ګڼي
 لعنت دی وي داسی بیان په ازادی او دیموکراسی
 اسلام د الله سبحانه و تعالی ج ريښتینی او حق دین دی او الله ج په مرغانو او ماشو هم ساتلی دی او الله ج یی د ساتلو وعده کړی ده خو دا زمونږ لپاره د الله ج له طرفه یو امتحان دی الله ج ډیر داسی بی دینه مرتدان تباه او برباد کړيدي چه تاریخ یی په قصواو واقعاتو ډک دی او دا سی ضمیراوعزت پلورونکي کسان د اسلام مقدس دین ته یوه ذره زیان هم نشي رسولای خو د یو مسلمان او افغان په توګه زمونږ په ټولو فرض دي چه ددغسی منفافقینو او ملحدینو توری او لعنتي څهری بربنډی او خپل مسلمان او غیرتي ولس ته وروپیژنو
 په پای کښی زه د ټولو وروڼو او خویندو څخه په درنښت غوښتنه کوم چه د لیکنو او ویناوو له لاری دداسی بی ضمیره او خرڅ شوو اشخاصو څهری او شوم نیتونه ښکاره کړي او د خپلو مسلمانو تجارانو څخه هیله کوم چه د خپل ایماني اسلامي او افغاني حساس له مخی د مسکینیار د تلویزیون سره پریکون اعلان کړي او خپل تجارتي اعلانونه دغه تلویزیون ته ورنکړي تر څو دغه د الحاد او دهریت ځاله سقوط وکړي او د مڼځه ولاړه شي.
کامیاب اوسی او الله ج دی د اسلام دښمنان نابود کړي. امین

http://www.youtube.com/watch?v=ZYZgWO6fEfQ
 Miskinyar and Shafie ayar( Youtube)

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery