مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-03   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

کولنګي چرګان

محمود نظری

 

 زړونو څوک پاچا کوي نه تخت اوتاج
 کنه بهرني سپي تخت لري هرچرګ تاج
 زموږ واکمنان ځکه سپي سي یاچرګان
 د پاچاهي نښان لري سپي او چرګان
 لکه چرګان واکمنان کوي دوه کارونه
 هر ګړی پسکۍ اچوي او کوي آذانونه
 لکه چرګان دمالګي په څکلو نه پوهيږي
 دا وطن کله د چرګانو په آذانو ودانیږي
 آذانونه دډیرو سرونه کړي تر وزر لاندې
 څوک کباب سي څوک لا تر چلو پلو لاندې
 یویو واکمن چرګ بیا د زرکې تګ کوي
 پلاریې پښتون وي دی د ښځو تګ کوي
 هر وطن په خپلو دودونو ښه ښکاریږي
 ایسېږي په خپلو اصلي بڼکو ښه هر مارغه
 یوځای سي کله کاشواز له کاشوازه سره
 دلته چرګ له چرګ سره باز له بازه سره
 په خیانت هر څوک لوړمقام ته رسیږي
 هر سپی چرګ آخر دلته زمام ته رسیږي
 مصلحتي کولنګیان چې مقرر سي په درو ځي
 د کابل په سړکانو له ګارد سره ورو ورو ځي
 کولنګيان دپردو دلاس په تیریدو هست سي
. زموږ مشران د پردو په ګمشو ډیر مست سي
 د سولې ضد جرګه جوړه ، سوله نا جوړه کړي
 هر کار ته چرګه ناجوړه ،بهانه ورته جوړه کړي
 چرګ چې ببرسي ، هغه هم کله بد جناور سي .
د کور د پشي ډاریږي په پردي سپي ببر سي
 موږ کولنګیان په جنګ کې پورته کړي لکۍ
 هم یې دانه خوري هم پر هغه اچوي پسکۍ
 چې چیري دلته کولنګي پښتون مقرریږي
 مرستیال یې دنظار شوراسپی ټاکل کیږي
 په نامه هغه کاکلي چرګان دلته مقرر یږي
 چې عمریې په غلامي دشورا نظار تیریږي
 دداسو سپیانو بهتره هر بل دووس دی
 خر له هغه پښتون ښه دی چې چپړوس دی
 دا ټیټ سترګې پښتانه چې کوي غوړمالي
 په مړو سترګو یو ریاست ته کوي خایه مالي
 ربه! ددې چرګانو بهرني سپو موخلاص کړه
 دسپو د غپا د کولنګي له آذانو مو خلاص کړه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery