مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-03   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د افغانستان را رواني ټولټاكنې

محمدنعيم كاكړ‎

 

 


دا دويم وار دې چي په افغانستان كښې ټولټاكنې د ولس په رايو باندي تر سره كيږي اوس و دهغه ټولټاكنو چې نوي ولسمشر او د ايالتي شو راغړي به په كښې ټاكل كيږي په داسې حال كښې چې د طالبانو په نامه ډله نه يواځي د تېرولسو كلو څخه دا هڅه كوي چې د افغانستان هر څه سره ګډوډي كړي دوي چې په دهغه لسو كلو كښې كوم وراني كړي دي او څومره وطنوال يې وژلي دي او په ټول هيواد كښې چې څومره ويره د اچولو هڅي كړي دي هغه د هيچا څخه پټ او و ډرنه دي ددې د څنګه هغه باندني ميلمونو چې په افغانستان كښې د امنيت سولې او اقتصادي پرمختيا او د يو شمير نورو ژمنو سره راغلې وو د هغو عمل او كردار هم هر افغان وګړي ته څرګنددي طالبان څوك دي...؟ په دې اړه بايد چې څه ونه ويل شې خو د څو كلو د تيريدو وروسته داخبره هم څرګنده شوې ده چې په طالبانو كښې بېلې بېلې ډلي دي او يو لوئي شمير طالبان اوس هم ودي ته تياردي چې دوي د خپلو افغانانو وروڼو سره په يوه ټغر كښينې او د خپلې لانجي د خبرواترو د لارې اوار كړي او دهغه خوار افغانان چې د تېرو څلورو لسيځو څخه د باروتو د بمبار يو ځان وژونكي بريدونو د چاودنو د خونړيو پيښو سره مخامخ دي هغه د دهغه شخړو څخه وباسې او هغه كډوال افغانان چې په نورو ملكو كښې سپكاوي كيږي يا دوي د مجبوري د كبله د مهتر يا د نورو د كچرو د وړلو كارونه كوي د دهغه رزيله كارو څخه راوباسي او دوي په عزت و خپلو كورو ته ولاړشې چې د اسلامي جهان په نامه دوي د يوې كړنلاري د كبله ډېر لوئي شمير راكډه كړل شوي وو.
خير دا خو هغه ګيلي رښتيا او حقيقتونه دې چې يو ناپيله تاريخ ليكونكي به دهغه هر څه و افغان ولس او نړۍ والو ته په ګوته كوي چې چا د چا دپاره په دهغه اوږدو كلو كښې كار كاوي چې خپل هيواد يې ورانوي خو دلته خبره د افغانستان د را روانو ټولټاكنو ده چې دوي ورځي د وروسته به تر سره كيږي ددې سره سره چي د دهغه ټولټاكنو د مخ نوي دپاره يو شمير خو نړۍ پيښې وشوي خو بيا هم افغانانو د خپل هوډڅخه په شاء نه شول او په نره يې و نړۍ والو ته دا وروښووله چې دوي د خپلې ژمني او ارادي څخه نه په شاء كيږي كه د دوي و مخ ته څومره خنډونه وي نن نړۍ وال هم داخبره منې چې افغانان په ډېر جم جوش دوي ورځي وروسته را روانو ټولټاكنو ته تياري نه شې خبره دا راپورته كيږي چې هغه ډلي چې دهغه ټولټاكنو د سبوتاژكولو او د مخ نوې دپاره چې كومي حربې او چمنو خپلوي او بيا افغانان به جم جوش د ټولو ګواښولو سره خپلې رائې د ګارولو پوخ نيت كړي دي او دابه دوي د خالي د ورځي په ټولټاكنو كښې ورڅرګند كړي نو بيا په هغه چا كښې څه پاته كيږي چې دوي دا داوه لري چې ولس د دوي په ملاتړ كښې ولاړ دي كه ولس په ډېره لويه كچه و ټولټاكنو مركز ته ورشې نو به په داسې چا كښې څه پاته شې خو داسې به كيږي.
افغانان او د ولسمشري د څوكي دپاره نومان شوي د ستاينې وړدي چې د مخالفينو د زياتو هلو ځلو دورانيو او چاودنو سره سره دوي لوئي لوئي ولسي غونډي د هيواد په زياترو سيمو كښې وكړي او خلګه په ډېر لوئي شمير په دهغه ولسي غونډه كښې ګډون وكړي و دهغه ولسي غونډه ته چې هر نوماند ورغلي خلګو يې په ډېر لوئي شمير هركلې وكړي، چې ددې څخه دا څرګنده شوه چې افغان دهغه وخته څخه د جمهوريت پلويان وو او دي او په كار وو چې نړۍ والو د افغانانو دهغه وياړو ټولې نړۍ ته ور په ګوته كړي وي چې د څلويښتو كلو څخه را روان دهغه ولس چې د تېرو كلو څخه په هره سيمه كښې وژني روانې وي او دي خو بيا هم دوي په خپل هوډولاړدي نړۍ وال داسې ځكه نه كوي چې دوي ټول په سر كښې سر يو دي خو دوي په مخونو بېل بېل څهري اغوستي دي نومول شوي كسانو هم دهغه مياشت يوه نيمه كمپين داسې په مخ يووړي چې دوي په افغانانو دا ثابته كړه چې دوي هيڅوك نه دي بلكې افغانان دي او دوي خپل ولس د دهغه ناخوالو څخه د استلو دپاره و ميدان ته راوتلي دي او دوي په خپلو ويناو كښې افغانستان د كلو كلو څخه را روانو ناخوالو څخه د استلو ژمنې كړي دي يايې په اقتصادي ودي خبري كړي دي چې هم دهغه ژمنې هغه څوك چې د جمهوريت خپل هيواد او خپل ولس سره مينه لري كه په افغانستان كښې خواپاكي او سپيڅلي ټولټاكنې تر سره شې نو به د هر وګړي ته د منلو وړوي ځكه چې بشپړه افغانان ودي ته تياردي چې هر يو افغان به هغه څوك وننګوي رښتيا خبره ده چې ټولټاكنې د يوه هيواد ته ډېر ارزښت لري په زياته بيا د افغانستان وارو ملك ته چې تر دوستانو يې دښمنان ډېر دي او باندنيان يوه موقعه هم دلاسه نه وركوي خو دا هم د افغانانو ډنډه جوړيږي چې دوي داوسنجوي او د ټولټاكنو دهغه مرحله په ښه ډول تر سره كړي او دريمه مرحله چې نوې ولسمشر به خپل مسئوليت تر سره كوي چې دهغه مرحله په ښه ډول تر سره شې نوبه دوي و نړۍ ته چيلنج وركوي شې چې راشي تاسي په كومه خبره تر موږ مخ ته ياست نو ددې كبله دهغه ټولټاكنې افغان ملت يوه لويه ازموينه ده....؟

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery