مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-09   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ټاکني : ټول ټال ۳۰۰۰ شکايتونه ثبت شوي دي .

اداره
هېوادوالو د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو په اړه له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره ټول ټال درې زره یوسلو دری شکایتونه ثبت کړي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي ډاډ ورکوي چې تر لاسه شوي شکایتونه به په جدي ډول وڅیړي ..
د دوشنبې پر ورځ دشپې دولس بجې په هېواد کې د ترسره شوو ټاکنو په اړه د شکایتونو اوریدو موده هم پای ته ورسیده .
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ویاند نادر محسني وایی له دی وروسته هېوادوال نه شي کولاې چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د نوماندانو په اړه خپل شکایت له دوی سره شریک کړي،دمحسني په خبره دا ځکه چې اوس د شکایتونو اوریدو وخت پای ته رسیدلی.
د محسني دمالوماتو له مخې دتیرې شپې تر دولسو بجو چې د شکایتونو د اوریدو وروستۍ نېټه او ګرۍ ټاکل شوې وه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو دنوماندانو او همداراز د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو پر ضد ورته ټول ټال دری زره یو سلو دری رسمي او تیلفوني شکایتونه رسیدلی وو.
دمحسني په خبره د دری زره یو سلو دری شکایتونو له منځه دوه سوه اته ویشت یی د ولسمشرۍ نوماندانو ، پنځه سوه دري اویا یی د ولایتي شوراګانو د نوماندانو او اوه سوه دوه اویا یی د ټاکنو خپلواک کمېسیون د کارکوونکو پرضد له دوی سره ثبت شوي دي.
محسني وایی پاتی یو زرو دری سوه دیرش نور چې ټیلفوني دی یوازې دوی ته د مالوماتو ارزښت لري.
محسني وایی د ولسمشرۍ نوماندانو په اړه په نهه ویشت ولایتونو او د ولایتي شوراګانو دنوماندانو په اړه په ټول هېواد کې شکایتونه ثبت شوي دي .
دوی ډاډ ورکړ چې تر لاسه شوي شکایتونه به په جدي ډول وڅیړي او دغه چاره به یوه میاشت وخت ونیسي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery