مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-09   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : د امنيت شورا د امنتي ځواکونو او خبريالانو هڅي وستايلي .

لودين

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايې چې ، په امنیتي مجلس کي د افغان امنیتي ځواکونو هڅي او سرښندني وستایل سوې

 له دې مطبوعاتي دفتره را رسيدلي خبرپاڼه وايې چې ، نن د کندهار د اوونیزي امنیتي غونډي ګډونوالو د افغان ملي امنیتي ځواکونو ټولي هغه هڅي او سرښندني چي د انتخاباتو په ورځ یې د ښه امنیت په تامینولو کي کړي وې، وستایلې.

د نن ورځي امنیتي غونډه چي د کندهار والي په مشري جوړه سوې وه، پکي مرستیال والي، په دغه ولایت کي د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون او له نشه یي توکو سره د مبارزې رئیسانو، د افغان او ایساف ځواکونو قومندانانو او مسوولینو ګډون کړى و.

په کندهار کي امنیتي مسوولینو د افغان ملي امنیتي ځواکونو ټولي هغه هڅي او سرښندني چي د نورو ورځو په څېر یې د ټولټاکنو په ورځ هم ښه امنیتي تدابیر نیولي ول، د قدر وړ وبللې او زیاته یې کړه چي وسله والو مخالفینو هڅه کوله چي د انتخاباتو په ورځو کي امنیتي حالت خراب او د ټولټاکنو پروسه ګډوډه کړي. هغوی وویل، په انتخاباتو کي د خلکو پراخ ګډون دا په ثبوت ورسول چي نور افغانان متحد او یو موټي سوي دي او د خپل امنیتي ځواکونو تر شا د خپل هیواد د ساتني په موخه کلک ولاړ دي.

دغه راز په کندهار کي ټولو امنیتي مسوولینو د خبریالانو ټولي هغه هڅي چي د خبریالۍ له اصولو سره سم یې د ټولټاکنو په ورځ وخت پر وخت خلکو ته صحي مالومات ورکول، هم وستایلې.

په ورته وخت کي کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالي ویسا زیاته کړه، په کندهار کي امنیتي حالت تر بل هر وخت ښه سوى، خو باید پر دې بسنه ونه سي او د وسله والو مخالفینو د ځپلو په موخه امنیتي پلانونه نور هم زیات سي.

ښاغلي ویسا وویل، وسله والو طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو سره د جګړې توان له لاسه ورکړى او د سړک غاړي، په باغونو او د خلکو په منځ کي په ماین چاودنو سره غواړي د بېګناه ځوانانو، مېرمنو او کوچنیانو ژوند واخلي، بیداره او ویښ ځواکونه به یې تل په وړاندي کلک ولاړ وي او د هیڅ کرغېړنو اعمالو عملي کولو ته به یې پرې نږدي.

هغه همدارنګه په دغه ولایت کي د نشه یي توکو د کښت پر مخنیوي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د دغه ناروا او مضر بوټي د مخنیوي لپاره باید ژر لاس په کار او پلانونه عملي سي.

امنیتي مسوولینو په ټینګار وویل په ښار او ولسوالیو کي  يې یو شمېر چاڼیز او تصفیوي عملیات ترسره کړي او پر مهال یې ګڼ شمېر وسله وال طالبان نیولي، وژلي او زخمي کړي دي او له هغوى سره یې یو ځای وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم نیولي دي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery