مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

عربانو له اردګانه یې زده کړئ!

ژباړه: عبدالرحمن فرقانی
سرچینه : القدس

 د فیصل القاسم لیکنه
په دې کې شک نه شته،چې په  ترکیه کې د ښاروالۍ په وروستیو ټاکنو کې  د رجب طیب اردګان په مشرۍ د پراختیا او  عدالت ګوند پرېکنده بریا، په خاصه توګه په منځني ختیځ  او په عامه توګه په نړۍ کې د اردګان پر دښمنانو د ټندر په څېر  را پرېوته. که چېرې هلته د  هغو اړخونو او کړیو سره چې د اردګان سره دښمني پالي،  ريښتنې سیاسي پوه او ځیرکتیا وی، نو  به یې هرو مرو  په ترکیه کې د عدالت او پراختیا د ګوند دولسي کچې د لوړیدو  اود بریا  په رڼاکې  سره له هغو ټولو دسیسو او توطئو چې اوردګان د یوه کال په لړ کې ورسره مخ شو،په خپل دریځ له سره غور کړی ؤ.
نه پوهېږم، چې ځینې عربان ولې د ترکیې د نیمایي ولس سره چې د عدالت او پراختیا ګوند تر څنګ ولاړ دی، دښمني کوي؟ دلته سیاسي ځيرکتیا چېرې ده؟ حکمت چېرې دی؟ او کله چې د هغه ترکي ولس څخه خبره کوو، چې د اردګان ملاتړ دی، نو موږ د داسې  وروسته پاتې ولس څخه خبره نه کوو، چې د رمو په څېر  ټول پوښتنو ته په ګاونډیو عربي  دیکتاتورو هېوادونو کې را ټولېږي، تر څو  د وینې او ځان په بیه  هغه ولسمشر ته رایه ورکړي، چې د سپو او استخبارتو پر مټ  پر خلکو تپل شوی دي، بلکې دا په هر ډګر کې پرمختللی او  ویښ ولس دی،  او د عسکري او نظامي   انقلابونو په سیوره کې یې د خونړیو او سختو تجربو  څخه زده کړي دي،  او اوس د  پخوالي کچه ته رسیدلی او پخپله ګټه پوهېږي،  او پوهېږي، چې څوګ و ټاکي؟  د موږ د ډېرو  ولسو نو برعکس چې لوېدلي مطبوعاتي تبلیغات کولی شي،  د فوتبال د توپ په څېر چې لوبغاړي یې  لوبوي، دوی ولوبوي.
د دغو عربانو څخه چې د اردګان سره دښمني کوي او هڅه کوي، چې نوم یې بد او لاسته راوړنې یې بدنامې کړي، د  دغو عربانو څخه نه غواړو: چې د ترکي ډیموکراسۍ او د ولس د پرېکړو درناوی وکړي، کېدای شي دوی خپل معذرتونه او ستونزې ولري، چې د ترکيې  د ټاکنو  د صندقونو د پایلو د منلو  څخه یې منعه کوي.  او همدا راز له دوی څخه نه غواړو چې د اردګان او د ګوند سره یې اتحاد وکړي، ځکه چې هغه د ترکیې په سیاسي ژوندانه کې لویه شمېره ګرځېدلې ده، بلکې له دوی څخه غواړو چې لږ له ځان سره تم شي،  او د دوولسو کلونو په اوږدو کې  د دغه ګوند او مشر تابه د لاسته راوړنو  نوملړ ته د حکمت او عقلانیت پر بنسټ ځېر شي.
آیا د اردګان په مشرۍ د عدالت او پراختیا ګوند ، سختدریځه اسلامي ګوند دی؟ آیا دا تروریستي ګوند دی؟ آیا په ټاکنو کې د درغلي په پایله کې بریالی شوی؟ آیا واک ته د عسکري انقلاب او یا د  ګږو او وږو لیارو له لارې رسېدلی؟  که دا هغه نمونوي اسلامي ګوند دی، چې ټولې نړۍ ته یې دا ثابته کړې ده، چې اسلام د ډیموکراسۍ او نویو سیاسي مفهومونو  سره دښمني نه کوي، بلکې هغه وس او توان لري چې نوموړي اصول د اسلامي اصولو په چوپړ کې راولي،  بلکې هغه قادر دی، چې  داسې لوی اقتصادي لاسته راوړنې ولري، چې  د لوېديځ تاریخي ډیموکراتیکو ګوندونو  يې تر دې وړاندې خوب نه ؤ ليدلی؟
آیا په پرمختللې نړۍ کې د ګوندونو بریا  په لومړۍ درجه کې د اقتصادي کړنو له مخې نه ارزول کېږي؟  آیا د اوردګان ګوند چې معتدله، متمدنه او عصري اسلامي بڼه لري، د ترکیې د ټولو لادینه ګوندونو څخه  مخکښ نه شو؟ آیا ترکیې یې د پرمختللو اقتصادي هېوادونو په کتار کې را نه وست؟ که چېرې د پراخ ولسي ملاتړ څخه چې ورځ تر بلې  په سیاسی، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیز  ډګرونو کې  پراخېږي، برخمن نه وي. نو به یې د  هغو  لا دینه ترکي ګوندونو پر وړاندې په پرلپسې توګه  په ټاکنو کې بریا موندلی شوی؟ .
راځئ، چې په ګړندې توګه د اردوګان او د هغه د ګوند لاسته راوړنې واک ته  د رسېدو څخه تر اوس مهال وڅېړو : د ترکیې د صادراتو کچه  تېر کال ۱۵۲ بیلیونه ډالرو  ته لوړه شوې ده،  یعنې لس برابره د  هغه مهال چې اوردګان واک ته نه ؤ رسېدلی. د نړیوال بانک د احصائیه سره سم، آیا ترکیې یې  په اقتصادي ډګر کې د نړۍ په کچه د ۱۱۱ هېواد څخه ۱۷ هېواد ته لوړ ه نه کړه؟ آیا د ترکیې ملي تولیدات ۷۵۰ بیلونه ډالرو ته لوړ نه شول ،  یعنې  دې ته په ورته مودې کې دری برابره ؟  او اوردګان ۲۰۲۳ م کال چې د ترکیې د جمهوریت له سلم تلین سره سمون خوري،  د دې لپاره ټاکلی چې د نړۍ په کچه به ترکیه یو لوی اقتصادي ځواک وي. وګورئ، کله چې د عدالت او پراختیا ګوند په ترکیه کې واک ته ورسېد ، په ترکیه کې د یوه فرد دخل ۳۵۰۰ ډالره ؤ،  خو د  دوی په دور کې نوموړی دخل ۱۰۰۰۰ ډالرو ته لوړ شوی دی.  او دا یو لوی بدلون دی،  لڼده دا چې،  اردوګان د  د خپل ګوند د نامه پر مفهوم باندې کلک عمل وکړ،  او ورته ژمن پاتې شو،  او بیا د سیاسي شعار په توګه  ترې ګټه پورته کړه، شعار یې دوې کلمې دي:  عدالت او پراختیا، عدالت پلی شو او بې نظیره پراختیا را منځته شوه،  په داسې توګه چې اوس  د اقتصادي ارتقا کې د بېلګې په توګه یادېږي،  د مهاتیر محمد په څېر  یو ه لویه اسلامي نمونه ګرځېدلې، چې په ټول اعتماد سره په  نړیواله کچه سیالي کوي.
مهاتیر د مالیزیا د  پاڅون مخکښ او اوردګان د ترکیې د پاڅون مخکښ دی،  څرنګه چې حسان رواد وايي:  ترکیې د عربانو په څېر  زیرمې، ځمکې، پټرول .. نه لري،  ولس یې د موږ په څېر او له موږ څخه لږ دی،  د موږ په څېر د دریمې نړۍ  خلک وو،  خو الله تعالی پرې  ريښتنی ملي مشر ولوراوه،  داسې پاڅون يې رامنځ ته کړ ، چې نه عربانو  او نه  هم عجمانو په دومره وخت کې توانېدلي دي، چې  ورته پاڅون را منځ ته کړي،  اخلاص  او صداقت یې وکړ  او الله تعالی توفیق ورته په برخه کړ او د  نوي اسلامي پاڅون لارښود شو.
نو ولې ځینې عربان د عدالت او پرختیا ګوند او مشرتابه سره يې دښمني پالي؟ یوه قناعت ورکونکی لامل راته په ګوته کړئ، تر څو د اردګان پر ضد په نوموړې خونړۍ حمله کې د تاسې تر څنګ ودرېږو،  که چېرې سختدریځه او ترهګر ګوند وی، او په نړیوالو ترهګرو او  تروریستي بریدونو کې ککړ وی،  نو به مو ویلی وی، چې دښمني ورسره وکړئ، کلابند یې کړئ، خو تر ډېره برېده د ډېرو اسلامي حرکتونو او ګوندونو له خوا  په دې متهم دی، چې یو معتدل اسلامي ګوند دی.
آیا د ښه ديموکراتیک  نړیوال شهرت څخه برخوردار نه دی؟ آیا اورپا یې د ښه ډیموکراتیک شریک په حیث نه پېژني؟  نو ولې موږ ورسره دښمني کوو؟
ولې د عدالت او پراختیا له ګوند څخه نه زده کوو، تر څو خپل لویدلي اقتصادونه په پښوو  ودرو،؟  ولې ورته نېږدې کېږو نه؟  تر څو یې په اقتصادي  او بشري ډګر کې له تجربو څخه ګټه پورته کړو؟  په داسې حال کې چې ترکیه د موږ په ګاونډ کې پرته ده،  او په اسلامي او تمدني  دود کې ورسره شریک یو،  او هغه څوک چې خپل اتحاد د مذهبي ارزښتونو پر بنسټ جوړوي،  نو د اوردګان ګوند اسلامي او سني ګوند دی،  او په دې اصل پر بنسټ  هغه د یوه بیلون مسلمانانو سره شریک کېږي.
لنډه دا چې، د  اوردګان ګوند د عربانو لپاره تر ټول ښه ګوند دی،  تر څو   په اقتصادي،  مذهبي او ديموکراسي ډګرونو  کې ورسره اتحاد وکړي،  آیا دا د خندا وړ خبره نه ده، چې ځینې د ایراني ګواښ څخه چې سیمې ته متوجه دی،  نلېږي،  او بیا په عین حال کې د هغو اسلامي سني  ګوندونو سره  هم دښمني کوي، چې کیدای شي  د شیعی او  رافضي ګواښ پر وړاندې د دوی ملاتړ ي وګرځي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery