مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د کانکور ګدونوالو سره د عبدالرحمن درد بی احسانه نیکی‎

امرالله کامه وال‎

 

 


دکانکور پایلو داعلان وروسته هر چاته معلومه ده چی د لوړو زده کړو وزارت ویپانه څومره مصروفه وی ډیر په زړه چاودی خلاصیږی ان د پایلو په خاطر خلک ورته څو ورځی انتظار کوی د کانکور پایلی د سی شنبی په ورځ ماښام مهال اعلان شوی خو د معمول مطابق لوړو زده کړو وزارت ویپاڼه هماغسی د نورو کلونو په شان مصروفه وه خو ډیر لږ شمیر د کانکور ګدونوالو پردی بریالی شوی وو چی خپلی پایلی وګوری. .
سهار مهال می فیسبوک می خلاص کړ د خپل نږدی ملګری عبدالرحمن درد په هغه دوه پوستونو می سترګی ولګیدلی چی د کانکور پایلو په هکله کړی وو ((درنو ننګرهاریانو ملګرو! دغه دی بیګا مې ټوله شپه ستاسو دنومرو په ډاونلوډ کولو ویښه تیره کړه درواخلئ خپلې نومرې مو پرته له ځنډ څخه ووینئ.)) د نشریدو وخت هم د سهار ډیر وخته وو داسی ښکاریده لکه چی ټوله شپه یی په ویښه تیره کړی وی همداسی وه د پایلو د اعلان وروسته تر سهار یی پری کار کړی وو د ټولو هبوادوالو د کانکور پایلی یی په مایکرو سافت ایکسل پروګرام کی په یو ځانګری مهارت سره را ټول کړی وو دا کار یی واقعا يو بی ساری نوښت وو چی ډیرو خلکو ته د حیرانتیا وړ وه لږ وخت تیر نه وو هغه ویپاڼی چی د کانکور د پایلو د نشرولو په غزض جوړی شوی وی او همدارنګه ځینو معتبرو رسنی هم د ښاغلی درد صیب همدا د مایکروسافت ایکسل فایل یی خپور کړو خو یوه خبره چی د یادولو وړ ده یوی ویپاڼی هم د ښاغلی درد صیب څخه مننه ونه کړه بلکی په خپل ادرس یی خپور کړو چی د یادو ویپاڼو دا عمل د مطبوعاتو د قانون خلاف کړنه ده ځکه په خپل ادرس یی خپاره کړی وو.
خو ښاغلی درد ته خدای د لوړ استعداد تر څنګ غوره اخلاق ورکړی له داسې یوې سپیڅلې مذهبي او علمي کورنۍ سره تعلق لرې چې زیاتره دوستانو ته يې ډیر خیر رسیدلی دی، هر وخت يې هڅه کړې چې لږ تر لږه ټولو خلکو ته يې یو ډول خیر ورسیږي .او په دی هکله خپله وایی دا کار مې دخدای درضا لپاره کړی دی بغیر له کوم احسانه ښاغلی عبدالرحمن درد هڅی ستایلو وړ دی چی په سخت وخت کی د هیودوالو سره مرسته کړی الله (ج)څخه ورته د سوکاله ژوند غوښتونکی یم

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery