مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-11   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

جهاني: جمهور ریس کرزی د ډیري لوړي حوصلې خاوند دی

 


د افغانستان د ملي سرود شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني ؛ اولسمشر حامد کرزی، لوی او د لوړي حوصلې خاوند وباله.


د فیسبوک پر پاڼه دغه نظر د اولسمشر د هغي پرېکړې څخه د منني په وړاندي کولو خپور سوی دی چي له مخي یې د ښاغلي جهاني په شمول، د هیواد شلو تنو مخورو لیکوالانو ته د قدر مډالونه اعطا سويدي.


ښاغلي جهاني د اولسمشر کرزي پر کارونو د تېرو پینځو کلونو په اوږدو کي د خپلو نیوکو او په مقابل کي د نوموړي ددغه اقدام په هکله لیکي: (  تاسي ته به ښه معلومه وي چي د ۲۰۰۹ کال د جمهوری ریاست په انتخاباتو کي زه د جمهوریس کرزي په مقابل کي د ډاکټر صاحب اشرف غني شاته ودریدلم او له هغه وخته راهیسي مي په دې تیرو پنځو کالو کي د جمهوریس حامد کرزي د حکومت پر ضد په لسګونو مضامین لیکلي دي. خو جمهوریس حامد کرزي ماته د میرمسجدي خان د مډال په عطا کولو سره خپله لويي وښودله).


د ۲۰۰۹م کال په اولسمشریزو ټاکنو کي د نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه د ښاغلي جهاني  جدي ملاتړ، په داسي حال کي چي د اولسمشر کرزي او د هغه د کورنۍ سره د شاوخوا نیمي پېړۍ اشنايي ته یې د خپاګان ټکي ایښاوه، په رسنیو کي هم د پام وړ موضوع څرګنده سوه.


د ښاغلي جهاني دریځ له هغه وخته مخکي لا د حکومت پر نیمګړتیاوو د سمون ږغ پورته کول وو. خو دا چي اولسمشر کرزي تر کلونو نظریاتي مخالفت او نیوکو وروسته بیاهم جهاني د میرمسجدي خان په مډال ونازاوه ؛ ښاغلی جهاني په خپل نظر کي د منني په ډول وايي: ( ما نه په پخوا کي د هیڅ مشر او جمهوریس څخه دونه پراخه حوصله لیدلې وه او نه په آینده کي د هیڅ مشر څخه د دونه پراخي حوصلې تمه کولای سم. دا چي زه هغه د خپل ټول مخالفت سره بیا هم د شلو لیکوالانو په کتار کي د ویاړه ډک مډال په عطاکولو کي هیر کړی نه یم، دا یې خپله لویی ده. زه باید د یوه افغان په حیث دهغه د دې لویی حق اداکړم).


باید وویل سي چي د هیواد د جمهوري ریاست له خوا د وري ( حمل ) پر شلمه، د ښاغلي جهاني په شمول،د هیواد د بېلابیلو چارو شلو تنو مخکښو شخصیتونو ته عالي دولتي مډالونه اعطاسول.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery