مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-13   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

د هلمند مشرانو د هېواد لپاره د جمهور رئیس کرزي خدمتونه وستایل

لودين

د هلمند ولایت مشرانو د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي ته په تېرو۱۲ کلونوکې  هېواد او هېوادوالو ته د هغه د غوره خدمتونو له امله  مننلیک ورکړ.

په دغه مننلیک کې چې پرون د هلمند ولایت د مشرانو  په استازیتوب د سناتور ملا شیر محمد آخندزاده لخوا د هېواد جمهوررئیس ته وسپارل شو، راغلي دي چې " د هلمند ولسونه د افغانستان لپاره ستاسو د واک په موده کې د ترسره شوو کارونو ستاینه کوي."

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايې ، په مننلیک کې په ملي او نړیواله کچه د آباد او سرلوړي افغانستان لپاره  د جمهور رئیس حامدکرزي لخوا د شویو هڅو یادونه شوې او څرګنده شوې ده چې په دغه تاریخي واقعیت باندې هیڅکله هم څوک سترګې نه شي پټولای چې له پامه لویدلي افغانستان ته ستاسو د واک په دوران کې د نړیوالې ټولنې پاملرنه را واړول شوه او دغه هېواد یو ځل بیا د سیمې له هېوادونو سره سیال شو.

د هلمند مشرانو په خپل دغه مننلیک کې له نړۍ سره د دیپلوماتیکو اړیکو د ټینګښت او پراختیا، د ملي ځواکونو د پیاوړتیا، د پوهنې، لوړو زده کړو، بیا رغونې او په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د جمهوررئیس حامدکرزي د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو قدرداني کړې او ویلي دي چې ستاسو دغه زړه سواندې هڅې به د افغانستان په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شي.

د دغه مننلیک په پای کې د هلمند مشرانو جمهور رئیس حامدکرزي ته د لوی خدای له دربار څخه د بشپړې روغتیا او په هېوادنیو چاروکې د سترو بریاوو هیله کړې ده.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery