مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-13   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

ننګرهار : پوليسو د ژوندن تلويزيون خبريال وهلي ډبولی دی .

لودين

 

د عامه نظم پولیسو په ننګرهار ولایت کې د ژوندون ټلویزون خبریال زیارخان یاد وهلی او سپکې سپورې یې ورته کړې دي.

دغه پیښه نن سهار هغه مهال شوې چې زیارخان یاد د ځوانانو آمریت ته د یوې غونډې دپوښښ لپاره روان و

.یاد وایي د ولایت مقام دمخې پولیسو چې په عامه نظم پورې اړوند دي ودراوه او دکارټ پوښتنه یې ورنه وکړه ،زیارخان وایي سره له دې چې کارټ یې پولیسو ته وښود خو بیاهم دهغو له خوا ورته سپکې سپورې وشوې او وروسته یې دهغه په وهلو ټکولو لاس پورې کړ.
د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیاعبدالزی وایي چې والي په دې اړه دعامه پولیسو له قوماندان سره خبرې کړي او دغه پیښه دهغوی له خوا په جدیت سره څیړل کیږي.

په هيواد کې د افغان خبريالانو د خونديتوب  کميټي ياده پيښه غندلې دي او د جدي څيړني غوښتنه يې کړې ده .
د يادي کميټي له مرکزي دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايې چې ، د افغان خبریالانو دخوندیتوب کمیټه په داسې حال کې چې د حکومتي مسوولینو په ځانګړې توګه د پولیسو له خوادغه شان چلند په کلکه غندي له اړوندو مسوولینو نه په کلکه غواړي چې ددغې موضوع په اړه تحقیق او څیړنې وکړي.

په هيواد کې ورځ تر بلي د خبريالانو په وړاندي تاوتريخوالی زياتيږي او يو شمير کړۍ هڅه کوي چې په دا ډول چلند سره خبريالان تر فشارونو لاندي راولي او د واقيعتونو په پټولو سره د ولس او خلکو په سترګو کې خاوري وشيندی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery