دخپریدو نیټه : 2014-04-14 مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار
ملي امنيت د ځانمرګو د ډلې څلور مهم غړي نيولي دي .
لودين
د کندهار ملي امنيت رياست وايې چې د ځانمرګو بريدکوونکو د ګروپ څلور تنه غړي له يو شمېر وسلو او چاودېدونکو توکو سره نيولي دي .
د کندهار د مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه وايې ، عبدالرحيم مشهور په جاجک د عبدالحليم زوى، ثناء الله د عبدالرحمان زوى، شمس الرحمان د ايجاد الرحمان زوى، عبدالقيوم د عبدالحليم زوى، چي ټول د دامان ولسوالۍ د مهمندو د کلي اوسېدونکي دي.
سرچينه زياتوي چې ، ياد څلور کسان د ملا عبدالله په نوم د تروريسټي ګروپ غړي او د دغه ګروپ د وسلو، مهماتو، چاودېدونکو توکو او د ځانمرګو بريدکوونکو د واسکټونه ساتونکي ول.
خبرځای وايې ، د کندهار ملي امنيت رياست له دغو تروريستانو سره ٤ سوبه ځانوژونکي واسکټونه، ٨٠٠ کيلوګرامه پوټاشيم کلورايډ، ١ کړۍ پنځه کيلويي ماين، ١ ميل کلاشينکوف، ٤ عدده شاژورونه او ٤ عدده د موټربم ماين تختې نيولي دي. يادو ټروريسټانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.