مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

میده آغا

محمود نظری

 

 
 چرسي خونه یې ګرانه یاره
 یا لیونی یا پاګل یا ځیناور
 کله زیرسې کله هم زبر سې
 یاسړوپ یا چور یا ببرسر
 په تا څوک تر اخیره پوه نسوه
 ګنس یې یاګیچ یې یا سو ډر
 سوله غواړې ؛ دفتریې بندوې
 ټولوبې پزو ته وایې سږمور
 دسولې مشر کړې دسولې دښن
 څلور لاشه ته وایي غوښه ور
 په خاین او قاتل وطن جوړوې
 د څوکر جوړ وې موږته ببرږیرور
 د میږي چې په لاره تلای نسي
 دهغه جوړکړې موږته ښانګه ور
 چې دډنګري په لارې تلای نسي
 هغه ته کار ورکوې د کوناټور
 ددربار راپور ورکوې ګاونډ ته
 کاته ته دې ځان ښیې ډګه ور
 یو خاین ته دي سزا ورنه کړه
 هر خاین ته سې دهغه نوکر
 ټوله وطن دي چور کړ په غلو
 ځان ته وایي واکمن او مټور
 خبره کوې په هغه ولاړ نه یې
 په خبرو کې تر ټولو یې باټور
***
د پښتنو مځکې سوې لاندې
 تا خیرنپال ته سغل سوه مخو ر
 موږکانو ملي مشران و ر ټله
 ځان دی پوه نه کړ د لر په انډوخر
 ملي نومونه بدل سوه ضددقانون
 تا لري سوپري ویل دا کار دی ګټور
 په ټګي ټوري پرکوچیانوولوېده ټکه
 کاشکې ته شوډنګ نه وای چوغلګر
 په موږ څه اینچک پین چک ونه سو
 تا ساده بډانګ ویل خیر په ژړغوبر
 شجاعي توره را ویستله په پښتنو
 ستا زور پر ونه رسیده پر هغه غاور
 دمعنوي جرتکونه دملت نه هیریږي
 هغه غرتک چې تا خپله هغه کړ مقرر
 دا ټوله لوړ بلډنګونه چې ګورې
 شخصي دي یا په مرستې د بهر
 لس د مرستو په وطن کې لګیدلي
 نیوی په سلو کې بیرته ووتل بهر
 ستا اصلي دنده وه دلته عدالت
 تا معاف کړه په وطن کې اوبالګر
 بل کار دي سوله وه دلته راوستل
 هغه ته چې ته وې تر اخیره چلیګر
 ستا ساده سوده اوبدفعلو دلاسه
 دسیاست ناروغان موږ سو ه نچورګر
 اوس غواړې ټاکنې کړې مصلحتي
 تاخوري ماخوري دي وخوري ستا سر
 ښه ده چې بد وختونه اخیر تیریږي
 اوپریولل کیږي هر لوښی ګهور

 ګهور ( ناولي)، تاخوري ماخوري(ښځو نک )،لري سوپري( معده)، ساده بډانګ ( احمق)،شوډنګ ( بې غیرته ) ، ساده سوده (بې تمیزه )، غوبر ( رخسار)،اینچک پین چک( نازونخرې)،ټګي ټوري( لچري)، چلیګر( چمباز)، اوبالګر( ګناهکار).

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery