مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-18   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

دولتي سرچینه:معتصم اغاجان داماراتو پولیسو خوشی کړی دی

سیدالله سلام
ویل کیږي، چې د ‌طالبانو پخوانی وزیر ملا اغا جان معتصم د متحده عربي اماراتو د پولیسو لخوا خوشې شوی دی. د طالبانو دغه مهم مشر معتصم اغاجان، چې په افغانستان کې يې د سولې له هڅو ملاتړ کاوه، نږدې دوې اونۍ وړاندې د اماراتو د پوليسو له خوا تر څارنې لاندې نيول شوى و. دافغانستان د حکومت یوې سرچینې وویل چې ملا معتصم د اماراتو د پولیسو لخوا خوشې شوی دی خو سرچينې دانه وویل ، چې نوموړی ولې نیول شوی او تر خوشې کیدو وروسته به چیرته وي . دیادونې وړ ده چې د هغه تر نیول کیدو وروسته دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت او دسولې عالي شورا غبرګون ښودلی و او د اماراتو له حکومت څخه یې د هغه د خوشې کولو غوښتنه کړې وه. د سولې عالي شورا په متحده عربي اماراتو کې تر څارنې لاندې د معتصم اغاجان د نيولو په اړه په خپل غبرګون کې ویلي ول ، کله چې د بين الافغاني خبرو اترو زمينه برابره شي، په سيمه کې پټ او ښکاره لاسونه د دغه بهير پر وړاندې خنډونه جوړوي. تیرکال هم د سولې عالي شورا او دمتعصم اغاجان په مشرۍ یو شمېر طالب قوماندانو په دوبۍ کې یوه ناسته کي دطالبانو او افغان حکومت ترمنځ دسولې پر خبرو ټینګار کړی وو. خوله دسولې له هر وار خبرو وروسته به هغه طالب چارواکي، چې دسولې پلوې کوي، له توقیف او مرګ سره مخ شول . د سولي پلوه طالب مشرانو دوژلو ترڅنګ د طالبانو یوه ویاند هم ویلي ویل ،چې دمعتصم اغا جان په مشرۍ دسولي خبرو ته لیوال طالبان د دوی غړي نه دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery