مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-17   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دسليمان تخت کلنۍ مشاعرې ته ددوستۍ فرهنگی ټولنې پيغام

حبيب الله غمخور
بسم الله الرحمن الرحيم د روزګان تاريخي ولايت فرهنګيانو او د فرهنګی چوپړ علاقمندانو! په زياته خوښۍ او قدردانۍ د دهراود ږغ راډيو د مشرتابه څخه چې موږ یې د دهراود ولسوالی د فرهنګيانو او فرهنګپالو د هغې ادبي هڅي نه خبر کړو کوم چې هرو مرو به د دوي فعالیت ، هڅونه ، لورينه اوپيرزوينې پکښي له ورايه رانغښتي وي . ترهر څه وړاندي غواړم دسويډن دمالمو په ښار کښې د میشتو افغانانو او د هغوي ديوشمېر فرهنګي ټولنو په استازيتوب تاسو ټولو ددې درنې ادبی غونډی برخه والو، جوړونکو ،فرهنګيانو ، فرهنګپالو او په ځانګړې توګه د دهراود ږغ راډيو مشرتابه ته چې ددې درنې مشاعرې مبتکر اوجوړونکی دي ، نيکې هيلې، تاوده سلامونه اود مشاعري د جودیدو له امله ورته دفرسنگونونه ليري واټن څخه دزړه له کومې مبارکی ،بې کچي پېرزوينې اونېکي هيلي وړاندي کوو . زموږ لپاره د خوښۍ او وياړ ځاي دی چي د روزګان ولایت په ليري پرته او هيره سوی ولايت ددهراودولسوالی کښي د ځوانانو او فرهنګپالو په مټ ددهراودړغ راډيو دمشرتابه په هڅونه د سليمان تخت په نوم د دريم ځل لپاره دا درنه مشاعره جوړېږي . وياړو چې ددې درنې مشاعرې په پلمه ددې پيغام په وسیله ستاسو سره يوځاي په هغه ادبی غونډه کي برخه اخلو کوم چي په همدې غيرتی او تاريخي سيمې کي دراټوکیدل وزلمو په زيارجوړه سوې ده . سره له دې چي زموږ ټول هيوادوال په ځانګړې توګه د روزګان وياړلۍ ولس دور پیښو ناخوالو اوستونزو سره لاس په ګرېوان دی ، خو بيا هم د دې تاريخي ټاټوبي ځوانان قلم په لاس د خپل هيواد او مورنی ټاټوبيدتاريخی ښکلا او د دې سيمې د وياړلو څیرو،تاريخی ابدات او تاريخي کارنامي د شعر په ژبه د داسي درنې ادبي غونډي او مشاعرې په مټ ترخپل ولسونو پوري رسوی . موږ دلته په سويډن کښي ستاسو هلوځلو اوهمدا ډول دهغوټولو افغانانو او فرهنګپا لو يو له بل سره هر اړخيزه مرستو اوهمکاريو ته د قدر او در نښت په سترګه ګورو کوم چي ستاسو سره يې د دې درنې علمي او ادبي غونډي په جوړېدوکې ترسره کړېدي . پدې هيله چي د روزګان ولايت د دهراودولسوالۍ دفرهنگپالو داډول علمی او ادبی هڅو رېښې،د دې ولايت تر مرکز ترينکوټ اوهری ولسوالۍ پوري وغځېږي . اوستاسو دتجريبونه په استفادې سره تردې لاهم درنې علمي او ادبي غونډي او کنفرانسونه جوړ سي ، ترڅو نړۍ وال پدې پوه سي چي دا د غيرتونو اودنګو دنګو غرونو بازان که په توره تورزن دي نو اوس چي دپوهي او قلم سيالي ده، ترهيچا شاته نه پاتيږي او پدي لار کي تر شاتګ ورته تاريخي پیغور او عار ښکاري ؛ځکه خو دقلم اوکتاب ياپه بل نوم دعلم اوعرفان ددښمنانوپر وړاندي درېږي ، ترڅوعلمی کدرونه ولري اوپه هيواد کښي ئي دموکراسی اوتل پاتي سوله ټينگه سي . په خوښۍ سره د دې څرګند حقيقت يادونه کوو چې داستاسو درنو فرهنګيانو او فرهنګپالو ځوانانو په تیره بیا د دهراود ږغ راډيو د مشرتابه په هاند او زيار دا دۍ دريم ځل بيا د دهراود په ښکلي ښار کښي په دوديزه بڼه د سليمان تخت کلنۍ مشاعرې ګډون وال يو، پر زيار اوزحمت موبرکت . لوي څښتن دې تاسو ټولوته د دې انساني اوعالي علمی ادبی چوپړ په خاطر په دين او دنيا اجرونه درکړي . متاسفانه دروزګان ولايت په هکله لکه څرنګه چې ښايي زموږ دهيواد مؤرخينو ډېر څه نه دي ليکلي او که يې ليکلي وي هغه کافي نه برېښي، خو يوه خبره معلومه ده او هغه دا چې د ټول روزګان ولايت اوسیدونکی په غيرت، میړانه، سخاوت اومیلمه پالنه کې وياړلۍ تاريخي شهرت لري.، همدا ستاسو ننۍ مشاعره او پدې مشاعره کښي د ميلمه پالنې احساس او د میلمنو درنښت زموږ د دې خبري ثبوت دی . د دې درنې مشاعرې محترمو ګډونوالو ! پرهر ملت اوولس دټولنيز ژوند د تاريخي او کلتوري لاسته راوړنو ساتل فرض دی ، دا لاسته راوړنې او وياړونه په ټوله امانت دارۍ تر نوي نسل پوري بايد ورسيږي . دداسي علمي،ادبي غونډو او مشاعرو جوړول يود هغو هڅوله جملې نه شمیرل کيږي کوم چي د هغوي په مټ موږ کولاي سو خپل ځوان نسل ته د خپل هيواد او ټاټوبي تاريخي علمی او کلتوری ارزښتونو او وياړنو په هکله معلومات ورسوو . پدې لنډ پيغام کښي ستاسو د دې درنې او پر ځاي هڅې د تاريخي ارزښت په هکله بحث زما لپاره له امکان نه ليري خبره ده . پدې پوره ډاډه يم چې پدې درنه مشاعره کښي به هرومرو درانه ليکوال او شاعران د دې سيمې دپوهانو، شاعرانو او ليکوالو د ادبی چوپړ او شعری پانګی د تاريخي ، ادبي ارزښت او مقام په هکله مفصلې معلوماتي اوڅیړنيزي ليکنې هم ولري . د دې لپاره چي د غونډې د درنو برخه والو وخت مې نه وي نيولی خپل پيغام پدې څو ټکو کښي رانغاړم . تاسو ټولو ښاغلواواغلو برخه والو ته په بري سره د دې درنې ادبی غونډي او مشاعرې د پاي ته رسیدو هيله کوم . که څه هم په زرګونو کيلو متره ستاسو نه ليري يو، ولي روحآ ستاسو سره ځانونه په غم او ښادی کښي شريک بولو اوستاسود دې ملي او فرهنګي تکل د دوام په هيله د لوي څښتن له دربار نه خپل ګران هيواد ته د تل پاتي سولي او ثبات راوستو دعا کوو . ومن الله التوفيق په سويډن کښي دوستۍ فرهنګي ټولنې مشرتابه جرګې او روزګان ملي مهالنۍ خپروني ادارې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery