مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کیرهالی ( کیراله) د شهیدانو د ۳۵ تلین په یاد

قانونپوه همایون رووفی

 افغانستان چی د خپل ۵۰۰۰ کلن تاریخ او په تیر بیا د ورستیو ۳۶ کلونو راهیسي د د رنګارنګ جنایتونه شاهد دی چی د هغی له جملی څخه د کنړ ولایت د کیرهالی د کلي د ټولواوسیدونکو قتل عام نه هیریدونکی او نه بخښونکی جنایت دی کرهاله د کنړ ولایت د مرکز اسعداباد مربوطه سیمه ده چی د وخت د ظالمو واکدارانو په امر او د نظامي افسرانو په قومانده په ۱۳۵۸ کال د وري یا د حمل د میاشتي په ۳۱ نیټه چی د کلي لوئ او واړه د میټنګ په پلمه د لمر خاته په مهال له خپلو کورونو څخه رابهر او د کلي په دری مختلفو ځایونو کی راټول او په ډیره بی رحمانه توګه د بی ګناه کیرهالیانو سیني په کلاشینکوفونو غلبیل کړائ شوی، انالله وانآلیه راجعون. د عینی شاهدانو له قوله ویل کیږي چی د دهغه بی ګناه شهیدانو څخه چی تعداد یی د ۱۲۵۰ په شا او خوا کی وه نیمه نیم ژواندي او په ټپي حالت کی د بیلدوزرونو په ذریعه تر خاورو لاندی شول د دی ستر بشري جنایت عاملین او په خاصه توګه نظامي قومندانان نه یواځی چی په جزا ونه رسیدل بلکی په لوړو مقامونو او رتبو هم ونازول شوه چی ځیني یی لا تر اوسه په اروپایی هیوادونو کی میشت او د ژوند هر راز اسانتیاوو څخه برخمن دي مګرد کیرهالی د شهیدانو کونډی لا تراوسه د خپلو مړونو د راتګ لاری څاري او اولادونه یی د خپلو پلرونو سره د لیدو هیلی په سینو کی ګرځوي د ستر رب العزت څخه شهیدانو ته د فردوس دنګی ماڼۍ ، کورنیو ته جمیل صبر اود دی ستر بشري جنایت تر سره کونکو ته د الله د محکمی پرته د ملت محکمی غوښتونکي یو.
په ګران هیواد کی د همیشنئ سولی په هیله
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery