مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-18   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

کلات ښاریان دبرېشنا د جدي کمښت سره مخ دي

سرحدي

د کلات ښاریان وايي چې له تیرو شپږو میاشتو راهیسي بريښنا ورباندي قطع شوې چې له امله یې دوي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او چارواکي باید دغي ستونزي ته حل لاره پيداکړي .

ښاریان پر دولت تور لګوي چې ندي توانیدلي چې په شپږو میاشتو کې یاده ستونزه حل کړي او که د ګرمي په موسم کې هم دا ستونزه وي نو د خلکو ستونزي به لا نوري هم زیاتي سي

د زابل د بريښنا مسوولین هم یاده ستونزه مني او وايي چې د تخنیکي ستونزو له امله دوه نیمي میاشتي کیږي چې پر کلات ښار بریښنا قطع ده خو زیاتوي چې دوي يې د بیرته فعالیدو لپاره جدي هڅي کوي

د دې ولایت د بريښنا رییس عزت الله وايي چې د دوي د ډیزلی جنراتورونو پرزي خرابي شوي او هغه په هیواد کې دننه نه پیداکیږي او اوس دوي له بهر څخه راغوښتي دي

نوموړي وايي چې د یادو جنراتورونو د ترمیم تر څنګ له تاجکستان څخه د وارداتي بريښنا او سولر سیستم پر پروژو هم دوي کار کوي تر څو د کلات ښاریانو ته بریښنا ورسوي

د یادولو وړ ده چې هر کال د کلات ښار بریښنا د بیلابیلو ستونزو له امله د څه مودي لپاره قطع کیږي خو دا لومړی ځل دی چې د شاوخوا دریو میاشتو لپاره دغه ښار تیاره دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery