مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ایران یو ځل بیا شپږ افغانان اعدام کړي‏

وحید پاڅون


د تخار ولایت چارواکي او یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې په دې وروستیو کې ایران یو ځل بیا شپږ تنه افغانان، چې د تخاراوسېدونکي وو او ایران ته په مزدورۍ پسې تللي ول، اعدام کړي دي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور په وینا، ایران دغه شپږ واړه افغانان دوې ورځې وړاندې د مخدره موادو د قاچاق په جرم اعدام کړي او د جسدونو انتقال ته یې لا هم اجازه نه ده ورکول شوې.

نوموړي وېره وښوده، چې ښایې ایران ډېر ژر لسګونه نور افغانان هم اعدام کړي.
په عین حال کې، د اعدام شویو تخاریانو د کورنۍ غړي چې نن په کلفګان ولسوالۍ کې د خپلو خپلوانو د فاتحې او او ویر په ټغر ناست دي، غوښتنه کوي، چې دولت باید په ایران کې د بندي او په ډول – ډول سزاګانو د محکومو افغانانو پوښتنه وکړي.

د شنونکیو په اند، ایران له څو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو چې ډېری یې د کار او روزګار په موخه ورغلي، پر وړاندې له سخت او بې رحمانه چلند څخه کار اخلي، چې د عامو افغانانو له زیات ټینګار او اعتراضونو سره – سره بیا هم کابل حکومت د خپلو اتباعو د حقوقو په رعایت کولو او پوښتنه کې پاته راغلی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery