مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-19   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

په کندهار کي د بريښنا په برخه کي نوي هڅي پيل سوي دي.

لودين


په کندهار کي د بريښنا رياست مسولين وايي، چي پدغه ولايت کي يې داسي هڅي پيل کړي چي، په مټ به يې له ٢٠١٤ کال وروسته د بهرنيو مرستو د کمېدو سره سره بريښنا زياته کړي.
 د بريښنا ريس انجينر سيد رسول د شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي دغه بريښنا به ددهلې له بند او د لمريزي هندارو په مټ چمتو کړي.
دا مهال کندهار ښار ٢٧ ميګاواټه بريښنا لري، چي ١٥ يې ډيزلي او پاته  ١٢ ميګاواټه  يې ابې ده.
د کندهار د بريښنا ريس انجينر سيد رسول د شنبې په ورځ په يوې خبري غونډه کي خبريالانو ته وويل، چي تر ٢٠١٤ کال وروسته کله چي، بهرنيان د بريښنا په برخه کي خپلي مرستي دروي دوی يې سر له اوسه د بدل لاري چاري لټوي.
انجينر سيدرسول وايي، هغه مرسته چي د امريکا د متحده ايالاتو د ملکي ادارې USAID  لخوا د تيلو په برخه کي د بريښنا له رياست سره کيدل او بيا يې د ډيزلي جنراتورانو په واسطه ١٥ ميګاواټه بريښنا ددغه ولايت اوسيدونکو ته چمتو کول امکان لري چي د ٢٠١٤ کال وروسته د تېلو دغه مرسته ودريږي .

نوموړى وايي، چي ددوئ لوپوړي چارواکي هڅه کوي، چي ددغو مرستو د دريدا مخکي داسي بديل پيدا کړي، چي کندهار ولايت د بريښنا د نشتوالي له حالت څخه وژغوري.
هغه وايي، چي اوسمهال يې د دهلې پر بند هم کار پيل کړى او د ٢٠١٤ کال تر پايه به د همدې بند څخه له لسو بيا تر شل ميګاواټه بريښنا لاس ته راوړي.
د کندهار د بريښنا مشر دغه راز رسنيو ته وويل، چي نوموړي هڅه کوي چي پدغه موده کي ١٦ ميګاواټه بريښنا د کندهار صنعتي پارک ته هم چمتو کړي.
ښاغلى سيد رسول وايي، چي دغه ١٦ ميګاواټه بريشنا به د سولر يا لمر يزو هندارو په واسطه صنعتي پارک يا فابريکو ته ورکول سي.
نوموړى وايي، اوس دوئ هڅه کوي، چي لوموړى د ښار په يوې مرکزي نوقطه كي مځکه پيدا کړي او وروسته بيا لمريزه بريښنا يادو فابريکو ته ورسوي.
د کندهار د بريښنا چارواکي پداسي حال کي له ٢٠١٤ کال وروسته پخپل مټ د بريښنا برابرولو خبره کوي چي تر دې دمه د بهرنيو مرستو سره سره بيا هم پدغه ولايت کي په بريښنا د خلکو ارمان نه دي ختلې.
که څه هم تر دې مهاله په کندهار کي د بهرنيانو لخوا يوازي پر تيلو په ميلونو ډالر مصرف سوي ، خو ځايي اوسيدونکي له دې کبله ددغو مرستو څخه خوښ نه دي، چي دوئ په ٢٤ ساعتونو کي پنځه ساعته دوامداره بريښنا نه لري.
ځايي اوسيدنکي وايي، که څه هم د امريکا د متحده ايالاتو ملکي اداره USAID د تيلو په برخه کي زياته مرسته کړې، خو د بريښنا رياست چارواکي بيا خلکو ته د بريښنا په نوبت رسولوکي پاته راغلى دی.
د يادوني وړ ده چي دا مهال په کندهار کي ٢٧ ميګاواټه بريښنا شتون لري، چي ١٥ يې د ډيزلي جنراتورانو لخوا او پاته ١٢ ميګاواټه بيا د کجکي بند څخه توليديږي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery