مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-19   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : د کندهار دپاره د طالبانو والي وژل شوی دی .

لودين

د کندهار چارواکي وايي  چي ددغه ولايت لپاره د طالبانو نومول شوی والي ډاکټر واسع يي د درو نورو  وسلوالو سره وژلی دی  .
د کندهار  د مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مينه پال وايي چي د طالبانو لخوا دکندهار والي ډاکټر واسع د درو نورو ملګرو سره دوي ورځي مخکي د کندهار د  ريګستان او د هلمند  ولايت په سرحد کي د پوليسو په يوه کمين کې  وژل شوی دی   .
د مينه پال په وينا دکندهار لپاره د وسلوالو طالبانو دغه چارواکي د جمهوري رياست او ولايتي شورا د  تيرو انتخاباتو د امنيت د ګډوډولو لپاره ډير هڅي  کړي  وي .
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه دي .
ډاکټر واسع چي د طالبانو دواکمني پرمهال د سري مياشتي ريس وو څو کاله مخکي په کندهار کي  ونيول شو او تر پنځه کاله بند تيرولو وروسته ازاد او بيرته د طالبانو د وسلوالي ډلې  سره يو ځای شو.
.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery