مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-21   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

له کابل څخه راغلى پلاوى د کندهار په هوايي ډګر کي د زندان د شتون مسئله څېړي

لودين
له کابل څخه راغلى پلاوى د کندهار په هوايي ډګر کي د زندان د شتون مسئله څېړي.
هغه پلاوى چي د ولسمشر کرزي د ځانګړي فرمان پر اساس د کندهار په هوايي ډګر کي د زندان د شتون د څرنګوالي او د بهرنيو ځواکونو له لوري د افغان زندانيانو د دوسيو د څېړنې په موخه رالېږل سوى و، نن کندهار ته راورسېد.
ياد پلاوي له کندهار والي سره د هغه د کار په دفتر کي د والي تر څنګ د مرستيال والي، د ملي امنيت مرستيال، د سولې شورا رئيس او د امنيت امر سره وکتل.
په پلاوي کي د ملي دفاع وزارت د نظامي پوليسو قوماندان تورنجنرال غلام فاروق بارکزي په مشرۍ، د بګرام زندانيانو دوسيو ته د لاسرسي کمېټې مشر او غړى عبدالشکور دادرس، عبدالکريم قانت او د ملي دفاع ادارې د امنيت برخي او د وزيرانو شورا د دارالانشاء او د چارو ادارې د عمومي رياست کارپوه بريد جنرال انورشاه شامل دي.
د ولسمشر د حکم پر اساس، ياد پلاوى د بهرنيو ځواکونو له لوري د يو شمېر افغانانو د زنداني کولو، د هغوى د شمېر او څرنګوالي د څېړلو لپاره په دنده ګمارل سوى دى. دغه پلاوى به د بنديانو قضيې په هر اړخيز ډول وڅېړي او د نيول شويو زندانيانو د برخليک ټاکلو، د دوى د لېږد او د دغه زندان د بندولو لپاره به اړين او قانوني اقدامات وکړي. پلاوي ته دنده سپارل سوې، چي د خپلو اجرااتو راپور ژر ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندي کړي.
ياد پلاوي په خبرو کي وويل: "موږ ډېر ژر له نن څخه خپل کار مخته وړو او غواړو چې ډېر ژر ولسمشر ته خپل راپور وړاندي کړو."
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل، که يې په هره برخه کي مرستي ته اړتيا درلوده، ولايتي اداره ورسره همکاره ده. والي زياته کړه: "موږ ستاسي هر ډول همکارۍ ته تيار يو، هر ډول ممکنه مرسته مو کولاى سو."
د کندهار د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وويل، ډېرى وختونه بهرني ځواکونه پر خپل سر عمليات کوي، خو دوى ته خبر نه ورکوي. هغه زياته کړه، بهرني ځواکونه چي کوم وخت عمليات ترسره کوي، بايد مخکي له مخکي له افغان ځواکونو سره په همکارۍ وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery