مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دیموکراسی ددریځوالی د سیستم په توګه

محمود فراهی‎

 


 داسی یو نظام دی چی په هغه کی دځواکونو جلاوالی(separation of power )په نسبی توګه په اساسی قانون کی څرګندشوی وی. او دولت دمقننه قوی په وړاندی مسوول دی په دی نظام کی مقننه قوه حق لری .چی دولت (حکومت )له کارلیری کړی او هم حکومت کولای شی چی هغه (مقننه قوه)منحل کړی او اغیز پری ولری په سیاسی پارلمانی نظام کی د قواوبرابری دومره ډیره موجوده نه وی. بلکی د قانون جوړول ځواک نسبت و نورو برخوته ډیر واک لری. او دا ډول نظام په دوه برخو کی لکه د دوه ګوندی او څو ګوندی سیستمونوپه توګه فعالیت لری. لکه د انګریزانو دوه ګوندیز پارلمانی سیستم اویا د المان او هندوستان دڅو ګوندونوڅخه مرکب سیستم یی بلګی دی. ددیموکراسی دڅیړلوپه هکله په شرقی او غربی هیوادونو کی د دیموکراسی د سیستم .
 (the systems of Democracy)په نامه مطالعات او څیړنی کیږی چی په بیلا بیلو خواو کی لکه اداری قضایی نظامی ټولنیز او فرهنګی لوری یی په نظر کی نیول کیږی .لویدیځوال دموکراتیک سیاسی نظامونه په دوه برخو ریاستی سیاسی او پارلمانی
 نظامونه ویشی .
۱ ریاستی نظام دا هغه نظام دی چی په هغه کی د قواو تفکیک په اساسی قانون کی څرګندوی اجراییه قوه نیغ په نیغ د جمهور ریس په لاس چی مستقیما د خلګو لخوا ټاکل شوی متمرکز کیږی چی جمهور ریس او د وزیرانو شورا دمقننه قوی یا پارلمان
 په وړاندی مسوول وی په ټولنیزه توګه دامریکا په وچه کی له کوبا کاناډا څخه پرته تقریبا نور هیوادونه د ریاستی نظام لرونکی دی چی د شمالی امریکا د متحد ه ایالاتوله سیاسی نظام څخه یی تصویر اوپږه جوړه او یا رنګ یی اخیستی دی او په فدرالی توګه اداره کیږی چی فدرالی سیستم په (۱۳۷۷)م کی په امریکا کی منځته راغی او بیا د امریکا دټولی خپواکی لامل وکرځید په
 فدرالی مروج سیستم کی یی ډیری خواوی سره جلا دی خو د جمهور ریس په ټاکلو او درلودلو او هم بهرنی دریځ ملی اوردو پیسی او بیرغ کی سره کډ پیوند لری له دی څخه بهر ټول ایالات یی ځانته څانګړی اساسی قانون او حقوق لری او
 څانګړی قوانین وضع کولی شی په ریاستی نظامونو کی ځینی څانګړتیاوی لکه
 ۱-د اجرایه قوی د وړتیا (قدرت )دا ټول د جمهور ریس په لاس کی دی
 ۲-د وزیرانو هیت نه درلودل بلکی د یوه تن (د اجرایه ځواک مشرتابه والی لخوا اداره کیدل
 ۳-د قانون جوړونی د ځواک لپاره د مشرانو اوولسی جرګی ضرورت او حاضروالی
 ۴-د قضایه قوی درلودل
 ۵-دری واړه قوی په واحد ،وس( توان )څخه ګټه اخلی خو په ډ یروبرخو کی یو پر بل باندی سیوری اچولی شی
 ۶-پارلمانی نظام دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery