مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ۱۳۹۳ کال ټاکني، د کاندیدانو، کمیسونو او امنیتي ځواکونو مسؤلیتونه

کمال خان


ټاکنی په بریالیتوب سره ترسره شوی، ولس په میړانه او شهامت سره په ټاکنو کي پراخه ونډه واخسته او داسی یو تاریخ یی رقم کړ چي ګاونډیان او نړیوال ورته ګوته په غاښ شول او غلطه به نه وی که ووایو  چی په کور دننه او په بهر کي یي ټول حیران کړل او نړی ته یی پیغام ولیږه   چی افغانان د ډیموکراسی په ارزښتونو پوهیږی او دوی کولای شی چي خپل زعیم  د رایو د کارولو له لاری  وټاکي. افغانانو د رایو په کارولو هم خپل ملي مسؤلیت ادا کړ او هم یی د ولسواکی د پیاوړی کولو په موخه  راتلونکو نسلونو ته ښه مثال قایم کړ. له ټاکنو مخکي  په ټاکنو کي دولس  د ګډون په هکله ډول ډول تحلیونه کیدل، ځینو ولس له طالبانو ویراوه، طالبانو ولس له حملو او ځانمرګو بریدونو ویراوه، ځینو بیا غرونو ته د ختلو ګواښونه کول خو ولس دغو ټولو ګواښونو ته چي د مخالفینو،  زورواکانو او لنډغرو له خوا کیدل په یوه خوله ځواب ووایه او په میړانه د رایو د صندوقونو په لور ولاړل او خپله رایه یی وکاروله . دوی خپل ځانونه او کورنې  د مرګوني تهدیدو باوجود  د هغه حق د کارولو لپاره چي خدای (ج) او د هیواد اساسي قانون ورکړی له خپلو کورونو  راووتل او د خپل زعیم او د هیواد د سیاسی قیادت د انتخابولو په موخه د رایی د صندوقونو په لور ولاړل. ګرچه  په ځینو ناامنو ولایتونو کي د کلیو ډیری اوسیدونکو ونشو کولای چي خپله رایه وکاروی ولي د تیرو ټاکنو په پرتله داځل ډیر شمیر هیوادوالو په ټاکنو کي ونډه واخسته او خپله رایه یی وکاروله. دا چي په دغو ټاکنو کي څومره درغلي شوي دا یو بیل بحث دی او نه غواړم چي اوس په دی موضوع ونښلم.
د ولسواکه افغانستان لپاره ټاکنې یوه ازموینه وه چي افغانانو په خورا میړانه او بریا سره ترسره کړه  اوس نوبت د سیاسی  قیادت او د خپلواکه کمیسونو دی چي خپل ملي رسالت په څه ډول سرته رسوی . لکه څرنګه چي ولس په ډیره مینه او اخلاص سره په ټاکنو کي برخه واخسته او د ټاکنو په کمیسون یی اعتبار وکړ، خدای(ج)  د وکړی چي د ټاکنو کمیسون  او  د ټاکنیزو شکایاتو کمیسون د ولس په دی باور او ملی فریضی ملنډی ونه وهی او د ولس اعتبار خراب نکړی. یاد کمیسونونه باید  خپله دنده په پوره ایمانداری او صداقت سره پرته له کوم سیاسي فشاره  په پوره بیطرفی سره ترسره کړی او ژر تر ژره د ټاکنو پوره (۱۰۰٪)  پایلي اعلان کړي.  او په همدی ډول ټول کاندیدان او د نوموړو کاندیدانواستازی  باید د ټاکنو پایلو ته انتظار وباسی او د اوبو له لیدو مخکی باید خپلی موزی ونه باسی، دوی نه باید کمیسونونه وګواښی، نه ولس وګواښی او نه هم د هیواد امنیت ته ګواښ وکړی.
په دی کی هیڅ شک نشته چی د افغانستان امنیتی  ځواکونو  خپل  پلانونه په خورا مسلکی ډول طرح کړي ؤ او په میړانه او شجاعت سره یی د ټاکنو امنیت ونیوه، د ولس ترڅنګ  د هیواد امنیتی ځواکونو هم ولس او هم نړیوالو ته دا ثابته کړه چي دوی اوس مسلکي شوی او کولای شي چي د هرډول ګواښ په مقابل کي د خپل ولس او هیواد امنیت ټینګ کړی. افغان ولس  په دوی باندی ویاړی او ددوی قربانې او سرښندني به هیڅکله هم هیری نکړي ولي زما په نظر د ټاکنو دغه شان  امنیت ځینی نور عوامل هم درلودل چي یادول یی ضروری ګڼم:  په ټاکنو کی د حزب اسلامي ګډون او  د ولس تشویقول څو په ټاکنو کي برخه واخلی، د تیر په پرتله  د طالبانو بیطرفی او عدم مداخله هغه دوه عوامل دی چي دیادی پروسي په تطبیق کي یي مرسته وکړه.
کچیری حزب اسلامی او طالبانو غوښتی وای نو د ټاکنو په پروسه کي یي د لاډیرو  خڼډونو په راولاړولو سره یی د ټاکنو پروسه له جدی ګواښ سره مخامخ کولای شوی ولی هغوی داسی ونکړل چي دا یو مثبت بدلون دي او خدای (ج) د وکړی چي دواړه لوري خپل دغه دریځ  په جدی ډول بدل کړي، خشونت ته د پای ټکی کیږدی  د صلح د  پروسي له لاري په نظام کي شامل او د ولس د رایي له لاری مشروعیت ترلاسه کړی. د ولس پراخی ونډی طالبانو او د دولت مسلح مخالفینو ته یو وار بیا دا پیغام ورکړ چي هغوی نور د ولس د ارادی ممانعت نشي کولای او داچي دطالبانو لپاره د بقا یواځینی لار د هیواد د اساسی قانون منل او د مذاکراتو له لاری په نظام کی شاملیدل دي.
د ډیموکراسي ځینی اصول:
که ټاکنې د ډیموکراسي یو اصل دی، د ولس د رایو احترام ، د نورو کاندیدانو  د نظر او برنامو احترام  یي بل اصل  دی.  ولی په دی وروستیو کي ځینی غیر مسؤله افراد د ځینو نوماندو په نمایندګي په ټلویزیونو او چاپی رسنیو کی غیر مسؤلانه څرګندونې  کوی، خپلواکه کمیسونونه ګواښی، مقابل لوري ګواښی ، ولس ګواښی، د هیواد امنیت ګواښی او حتی د هیواد د تجزيي اخطارونه ورکوی او د ولس ذهن مخشوشوی. اګر چه  دغه راز څرګندوني هیڅ ځای نه نیسی او نه هم ولس ویرولای شي ولي دغه راز څرګندونی  د ژبنیز، قومي او سیمه ایز و تعصباتو ته د لمن وهلو په زمره کی راځی، او په دغه حساسه موقع کي د رسینو له لاری دغه ډول څرګندونو خپریدل د ولس په روح او روان منفي اغیز کوی او د هیواد په امنیتي ځواکونو  باندی د ولس شکونه پیدا کوی چي ولی د دغه شان اشخاصو مخه نه نیسی. دغه ډول اشخاص چي غیر مسؤلانه څرګندونی کوی باید د مربوطه مراجعو له خوا ونیول شی او قانونی چلند ورسره وشی.
ددی تر څنګ دولتي کارمندان او د پارلمان غړی باید د غیر مسؤلانه  څرګندنوڅخه چي ملی وحدت ته زیان رسوي، په جدی توګه  ډډه وکړي ، په دی وروستیو کي د پارلمان د یوه  غړي ویدیو د  ټولنیز ویبسایت (فیسبوک) له لاری خپره  شوه او له دی مخکي دده یوه بله ویډیو چي د ولس له رایو سره یی خیانت کاوه له همدی لاری له  ولس سره شریکه شوه، دغه شخص په یادی ویډیو کي  په ډیری بیشرمی سره د ملي وحدت په خلاف څرګندوني کوی او هغه زهر چي دده د بادارانو له خوا ورته ورکړل شوی غواړی ځوانانو ته تزریق کړی، د یاد وکیل دغه عمل د هیواد د اساسي  قانون او  هغه سوګند سره چي یاد  وکیل  د ټاکل کیدو پر وخت یاد کړي سره په ټکر کي دی. د هیواد متخب پارلمان باید د نوموړی شخص په مقابل کي جدي اقدام وکړي .  د نړی په پرمخ تللیو دیموکراسیو کي چی کله یو وکیل په اشتباه سره هم داسی یو څه ووایی نو د سیاسی اخلاقو په رڼا کي له خپل ملت څخه په رسمي ډول بخښنه غواړی او له خپل سمت څخه استعفا ورکوی او که داسی ونکړي د ګوند د رهبری له خوا استعفا ته اړ ایستل کیږی . اوس ګورو چي د افغانستان دولت له پورته ذکر شویو متخلفینو سره څه ډول چلند کوي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery