مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اختطاف سوی معین احمدشاه وحید ازاد سو

 

بېنوا ویبپاڼي ته د راغلي یوه خبر له مخي ویل کیږي چي د ټولګټو وزارت معین احمدشاه وحید چي څو ورځي وړاندي د کابل د زړه څخه اختطاف سوی وو؛ نن ازاد سوی او د خپلي کورنۍ سره یوځای سوی دی.

د خبر له مخي ویل کیږي چي نوموړی د کابل په یوه ولسوالي کي  تښتوونکو په منګولو کي ساتل کېده چي د ملي امنیت او مي پولیسو د ګډو عملیاتو په پایله کي وموندل سو.

دا چي ددغي پېښي اړوند څوک نیول سوي او د چا لخوا څنګه طرحه سوې وه، تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویل سوي خو تمه کیږي چي اړین جزیات به ژر په ډاګه سي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery