مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-04-24   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : د کوکنارو د کښتونو له منځه وړل دوام لري .

لودين
 د کندهار ولایت امنیتي مسوولینو په اوونیزه امنیتي غونډه کي وویل، له نشه یي توکو سره د مبارزې ریاست په ګډه همکاري یې د تېري یوې اوونۍ په لړ کي  د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کي ۶۲۵ جریبه مځکه د کوکنارو له مضر کښت څخه پاکه کړې ده.
د نن ورځي امنیتي غونډه چي د کندهار والي په مشري جوړه سوې وه، پکي ،په کندهار کي د افغان ملي امنیتي ځواکونو قومندانانو د خپلو اوونیز امنیتي معلوماتو پر مهال وویل چي د تېري یوې اوونۍ په ترڅ کي یې د میوند ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کي د کوکنارو د کښت د مخنیوي او اړولو کمپاینونه کړي او پر مهال یې افغان ځواکونه له یو شمېر وسله والو نښتو سره هم مخ سوي، چي هغوی وویل، د کوکنارو د مضر کښت اړولو او مخنیوي لپاره یې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کي پياوړي امنیتي پلانونه جوړ کړي دي او پلان لري، ټولي هغه مځکي چي کوکنار پرې کرل سوي، کوکنار يې په بشپړ ډول له منځه یوسي.
امنیتي قومندانانو دغه راز وویل، په ښار او ولسوالیو کي یې د وسله والو مخالفينو  د ځپلو په موخه چاڼیز او تصفیوي عملیات هم ترسره کړي دي چي پر مهال یې ګڼ شمېر وسله وال مخالفین نیول سوي او وژل سوي دي. هغوی زیاته کړه، د عملیاتو په لړ کي یې له وسله والو طالبانو سره یو ځای وسلې مهمات او چاودېدونکي توکي هم نیولي دي. هغوی همدارنګه زیاته کړه، د راتلونکي اوونۍ لپاره یې هم امنیتي پلانونه جوړ کړي او هڅه به وکړي چي ټینګ امنیتي تدابیر ونیسي.
په ورته وخت کي کندهار والي پوهاند ډاکټر توریالي ویسا د تل په څېر د افغان ملي امنیتي ځواکونو هغه هڅي او سرښندني چي د وسله والو طالبانو د شومو اعمالو د مخنیوي په لړ کي یې ترسره کړي، د قدر وړ وبللې او زیاته یې کړه چي د کوکنارو د ناروا کښت او د وسله والو مخالفینو د ترهګریزو اعمالو د مخنیوي لپاره باید هڅي نوري هم زیاتي او چټکي سي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery