مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د طالبانو دسیاسي دفتر د مشر وروڼه په پاکستان کې نیول شوي، او فامیل ته یې اختار ور کړ شوی!

خالد شفق
سرچینه : الجزیره تلویزیون

د استراليا له سيدني ښار  څخه


۲۰۱۴ / ۵ / ۷ ـ ماښام: ۳۰ : ۶.

الجزیره تلویزیون په پاکستان کې د طالب سرچینو د معلوماتو پر بنسټ وايي چې: ( د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په ۲۴ نېټه د پاکستان استخباراتو ( ای اس ای ) په نیمه شپه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سید محمد طیب آغا د وروڼو په کور چې د پاکستان دکویټې په ښار کې و، چاپه وهلې، چې په نتیجه کې یې د محمد طیب آغا دوه وروڼه هر یو حافظ سید محمد یونس آغا، او مولوي سید محمد طاهر آغا نیولي، او له ځان سره یې په نامعلوم لوري بیولي دي، دوی هلته له لسیزو را په دیخوا د افغان مهاجرینو په توګه اوسېدل، او دطالبانو په لیکو کې یې هېڅ ډول مسولیت نه درلود.

سید محمد طیب آغا چې کله په ۲۰۰۹ م کال کې د دطالبانو د مشر ملا محمد عمر له خوا د طالبانو دسیاسي مسؤول په توګه و ټاکل شو، د بهرنیانو له یرغل نه وروسته طالبان د لومړي ځل لپاره د یوه خپلواک سیاسي خوځښت په توګه را څرګند شول، په داسې حال کې چې له دې مخکې طالبان یا باید وژل شوي، او یا زنداني شوي وای، خو داسې ونه شول، بلکې طالبانو په نړیواله کچه په ښکاره جاپان او فرانسې او نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل، چې دا لړۍ لا جریان لري! طالبانو له دې لارې نړیوالو ته په زغرده خپل دریځ په خپله خوله څرګند کړ، په داسې حال کې چې پاکستان به تل غوښتل نړۍ ته ځان د طالبانو د استازي په توګه ور وپيژني، او هېڅکله یې نه غوښتل چې طالبان په مستقیم ډول له امریکا، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره د پاکستاني استازو له وجود پرته ملاقاتونه وکړي، او یا ارتباط ور سره ونیسي.

ای اس ای دا هڅه هم کوي چې په یو ډول نه په یو ډول د طالبانو سیاسي دفتر او د هغه مشر د طالبانو په لیکو کې د کابل له ادارې سره په اړیکو بدنام، او یو طرف ته کړي، او په دې توګه له پاکستان څخه بهر د طالبانو سیاسي فعالیت پای ته ورسوي.

په دې حساس وخت کې چې د ناټو او امریکا د عسکرو وتلو ته صرف ۷ میاشتې پاتې دي، پاکستان غواړي پر طالبانو ددې ډول فشارونو له لارې د افغانستان قضیه په خپل کنترول کې واخلي، او د امریکې په شمول له ټولو خارجي طرفونو سره په خبرو کې د طالبانو استازیتوب وکړي، او یا د خپلې خوښې او د پاکستان په ګټه یو حل را منځ ته کړي.

پاکستاني استخباراتو د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر د دوه وروڼو له نیولو وروسته د هغه ټولې کورنۍ ته یوازې د درې ورځو ضرب الاجل ټاکلی چې نوموړی دې د پاکستان حکومت ته حاضر شي او که نه بیا به یې کورنۍ ونیسي.

له دې تهدید څخه وروسته د هغوی ټوله کورنۍ لا درکه ده، هر ډول اړیکې ورسره قطع شوې دي، ویل کېږي چې یو نامعلوم لوري ته تللي دي.

د یادونې ده چې طالبان د خپل عادت له مخې په پاکستان کې د دا ډول پېښو په اړه په رسمي ډول د خپلې ویب پاڼې او یا ویاند له لارې له څه ویلو ډه ډه کوي، لکه په ۲۰۰۷ کال کې د طالبانو د وخت د دفاع وزیر ملا عبید الله آخوند، او همدا ډول په ۲۰۱۰ کې د ملا برادر دنیولو پېښې، او داسې نور...

او دا هم د یادونې ده چې دغه خبر دلومړي ځل لپاره د می دمیاشتې په لومړۍ او دوهمه نېټه د پاکستان په مطبوعاتو لکه ایکسفرس تربیون، جنګ او نوای وقت  اخبارونو کې د طالب مسؤولینو په حواله خپور شو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery