مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-17   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

وروستی ارمان ناول چاپ شو


 دځوان  شاعر ،ليکوال او ژورنالست  رفيع الله روشن په  هنري ګوتو ليکل شوى ناول ( وروستی ارمان )    تازه له چاپه راووت .
دغه ناول چې تازه د چاپ په ګاڼه سمبال شو په ۶۴مخونو،ښکلي صحافت او له رنګه پښتۍ سره په زړه راښکونکي ډيزاين په کابل کې د سپين زر ميلاد مطعبې لخوا د زرو ټوکو په شمېر د ناول دمينه والو لپاره وړاندې شو.
دغه ناول  له کومې بلې ژبې څخه ژباړه نه بلکې  ليکوال پخپله هڅه کړې،شپې يې رڼې سبا کړي او ورځې يې پرې ستړې کړې دي، چې د يوه ځوان او پېغلې د ژوند رنګ ،مينه او ارمان يې د کيسې او داستان په ډول په کرښو کښلی دی او دپښتو ادب او هنر لپاره يې د غه لوی خدمت ته اوږه ورکړې  .
دکتاب  کمپوز پخپله ليکوال،دمنځپانګې ډيزاين وحيد مايار او د پښتۍ ډيزاين يې  فداحسين  کړی دی.
ياده دې وي چې وروستی ارمان د ښاغلي روشن لومړی او وروستی اثر نه بلکې تر دې دمخه يې هم د لنډو کيسو يوه ټولګه (بې موره) او د هيواد په  داخل کې يوه کوچنۍ سفرنامه (درې ورځې څو خاطرې) هم چاپ شوي دي او ددې تر څنګ په بېلابېلو برخو کې  څلور ناچاپ اثار لري چې د وروستي ارمان ناول د شا پر پښتۍ يې هم يادونه شوې ده او هغه هم  د چاپ لارې څاري.
 زه ليکوال ته د دغه ښکلي او په زړه پورې  ناول د چاپ کېدو مبارکي وايم،داخبره مې ځکه وکړه چې ما له چاپ کېدو دمخه هم لوستی دی ،نو په راتلونکې کې هم ورته د لا بريا او خپلې ژبې ته دخدمت کولو په برخه کې د لوی څښتن تعالی په دربار کې دعا کوم تر څو يې د ورته نورو ګټورو پنځونو شاهدان شو او تاسويې هم لوستلو ته رابولم،تر لاسه يې کړۍ ، له لوستلو يې خوند واخلۍ او باور لرم چې ورسره ستړي به نشۍ،ځکه يوه ښېګڼه يې داده چې  کوچنی دی،بله دا چې کلمې او الفاظ پکې ډېر ساده، په روانه  اوکره پښتو کې کارېدلي دي،ددې ټولو ترڅنګ  دناول کيسه ډېره په زړه پورې او تلوسه لرونکې ده ،چې تاسې به له پيله تر پايه له ځانسره په داسې حال کې مله وساتي چې زړه تنګي به مونکړي.
 روح الله احمدزی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery