مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-05-19   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

مه پرېږده یوازې ناول له چابه راووت .

زمری کامران کروړ

 

مه پریږده یوازې په زړه پوری ناول د ځوان او تاند ،ليکوال او ژورنالېست محمد خان ((ریحان)) په
 ښکلو ،هنري او نریو ګوتو باندې لیکل شوی دی .
دغه ناول ( مه بریږده یوازې ) چې نوی د چاپ په ګاڼه سمبال شوی دی ، ډیزاین یې عمرګل یاد او کمپوزچارې صابر ګل ترسره کړي او د پښتۍ ډایزین یې بغلان مسلم یار په ګوتو سرته رسیدلي دی .
نوموړی ناول په ۹۹ مخونو،ښکلي صحافت او له رنګه پښتۍ سره په زړه راښکونکي ډيزاين د حیدرخیلو ادبي بهیر په مالی لګښت د حسین احمد چاپ خونه کې چاپ شوی دی .
مه پریږده یوازې کیسه د پښتنو ټبر په ټولنیزه ستونزو ناوړو دودونواو رواجونو باندې لیکل شوی دی ، چې ددې ناول اصلی او فرعي کرکتر د ایمل ځوان هلک او یاسمین په نوم یتیمه نجلۍ کیسې باندې څرخیږي چې دواړه یو بل سره مینه لري خو په مینې کې دواړه ماتې خوري .
هغه د پښتو متل دی چې ((مور میری شی پلار قلندر شی که پلار پلندرشی )) ناسکه مور له لاسه ډير خلک تر ستونې راسیدلي دي او ډیر یې په غم کاکړ کړیدي .
ځوان ایمل د مینې ترڅنګ د میرنی مور له لاسه هم شپه ورځ نلري او هر وخت ورته بیلا بیلې بهانې لټوي او د میړه په ذریعې یې تحقیر او سپک کوی او دیته یې مجبور وي چې له کورنۍ یې څخه بیل یې کړي همداسې ورسره کیږی .
خو بل لورته یاسمین هم مور او پلار نلري او د تره په چنګل کې نښتې ده هغه تره چې هر ورځ د جوارۍ ګرۍ په میدان کې کښته پورته کیږی .
د پښتنو د ځینوناوړه دودونو له کبله یتیمه انجلۍ (یاسمین) د خپل تره له خوا د جوارۍ ګرۍ ( قیمر) په میدان کې بایلی او یاسمین دیته مجبوریږی چې د زهر ګولی تر ستونې تیر کړي اوځان وژنه وکړي .
ایمل ددې خپلې مینې یاسمین له مرګه د غمه شپې ورځی تیروی ، چې د پوهنتون محصل هم دی خو وروسته له زیات درد او زړه تنګی څخه مجبوریږی چې په غیر قانونی ډول ایران ته ولاړل شي خپل کور کلی او هیواد پریږدي او کیسه نوره پای ته رسیږي .
پدې کتاب باندې د حیدرخیلو ادبی بهیرمشر شاکر الله (شاکر) او شاعر او لیکوال حاجی عنایت الله (عنایت) لیکنه پرې کړي دي خو تقریظ عارف یوسفي د شیخ زاهد پوهنتون استاد لیکل دی .
لیکوال دغه ناول پخپله لیکلی دی او هڅه یې کړې، چې شپې ورځې پرې رڼې کړي او د خپل قوم کلی او د ناوړو دودونو د يوه ځوان او پېغلې د ژوند ،مينه محبت داسې انځور ګیری وکړي چې هرڅوک دغه ناول یو ځل تر ګوتو کړي او په لوستلو یې پیل وکړي نو بیا ددې ناول نړۍ ته ننوزې بیا تر را واتل ډیر ګران کار دی ترڅو یې چې ټول ناول یې نه یې پای رسولی .
ریحان ددې ناول په لیکلو سر د پښتو ادب او هنر لمن ته لوی کار کړی دی او دا ډالۍ د ستایلو وړ ده .
د یادونې وړ ده چې ریحان د پکتیا پوهنتون د څلورم کال محصل او ژوند راډیو افتخاری خبریال هم دی .
ریحان یوه بله د لنډو کیسو ټولګه تیاره ده او د چاپ په تمه ده
 هو ! ډالۍ یې په ښکلو جملو سر خپلې ګرانې مور او ګران پلار ته ډالۍ کړی .
پکتیا کور زه زما ملګري او هم ټولګیوال محمد خان ته د دغه ښکلي ناول د چاپ کېدو مبارکي وايو خدای ج دي وکړي چې پدې هنري ګوتو نور هم داسې ښکلی او په زړه پورې ناولونه ولیکی او د پښتو ادب او هنر لمن پرې نور هم وغوړیږی په کوتی برکت او عمر یې ډیر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery