مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-06-06   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

اې افغانانو خپل ځان کې تغیر راولئ

استاد فضل الله رشتین

 

 نن سبا په هیواد کې د دوهم دور د ټاکنو لپاره تیاریانې نیول کیږي او د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غنی د ټیمو نو له خوا کمپاینونه روان دي ، او هر یو ټیم کوشش کوي چې د خلکو نظر خپلو برنامو او پروګرامونو ته راواړوي. ځکه چې دوي پوهیږي چې په دوهم دور خلک برنامو ته رایې ورکوي نه اشخاصو ته ، هر ټیم چې ښې برنامې ولري او وکولای شي چې افغانستان له سیاسي ، اقتصادي او امنیتي بحران څخه وباسي ، هغه ټیم ته به خلک رایې ورکوي .
د افغانستان خلکو په تیرو دریو لسیزو کې ډول ډول ستونزې لیدلي دي ، مصیبتونه ، زجرونه ورباندې راغلي دي ، اقتصادي مشکلات یې کاللي دی ، او ډیرې نورې لانجو سره مخامخ شوي دي . نن د افغانستان خلک که هغه زاړه دي او که ځوانان دي ، که هغه ښخې دي او که نارینه دي ، که هغه ماشومان دي او که سپین ږیري دي ، په دی پوه شوي دي چې باید خپل سرنوشت بخپله وټاکي. مونږ چې د اولسونو غږ اورو ، مونږ چې د ولسونو خبرې اورو ، مونږ چې داولسونو فریادونه اورو ، مونږ چې د علمای کرام خبرې اورو ، مونږ چې د ځونانو او پیغلو امیدونو ته کورو نو دا خبره د حقیقت جامه په تن کوي چې د افغانستان خلک په هیواد کې اقتصادی انقلاب غواړي ، په افغانستان کې سیاسی انقلاب غواړي ، په افغانستان کې امنیتي انقلاب غواړي ، په افغانستان کې فرهنګي ، اجتماعی او ملی انقلاب غواړي. نن د افغانستان خلک په دې پوه شوي دي چې څوک رښتیا وايي او څوک درواغ وايي ، نن دا فغانستان خلک په دې پوهیدلي دي چې څوک د ملت په غم کې دي او څوک د ملت په غم کې نه دي ، نن د افغانستان خلک په دې پوهیدلي دي چې څوک کولای شي دا هیواد له ستر سیاسي او اقتصادي بحران څخه بهر راوباسي.
مونږ په دې نظر یو چې داسې یو څوک دې د دې ټوټې ټوټې هیواد د چارو زمام په لاس کې واخلي چې د واقعي خدمت وړتیا او لیاقت ولري ، مونږ هم دا غواړو چې ددې هیواد د زمامدارۍ چارې هغه څوک پر غاړه واخلي چې د خپلو اقتصادي برنامو په عملي کولو ، د هیواد اقتصاد ته رونق ورکولای شي.
د افغانستان اقتصادي پرمختک د هر افغان د زړه آرزو ده ، د افغانستان د سیاسي ودانۍ د جوړولو هیله د هر افغان د زړه هیله ده ، د هیواد د امنیتي چارو د بهبود ارمان د هر افغان د زړه ارمان دی .
هیڅ افغان دا نه غواړي چې په هیواد کې ګډوډي وي ، هیڅ افغان نه غواړي چې په هیواد کې بې امني وي ، هیڅ افغان نه غواړي چې د هیواد اقتصادی حالت خراب وي ، هیڅ افغان نه غواړي چې د هیواد سیاسي او اجتماعي وضیعت برباد وي.
نن وار د خلکو دی ، نن د ډیر شکر ځای دی چې په هیواد کې په ازادانه ډول انتخابات تر سره کیږي ، په لومړي دور کې اته کاندیدان وو او دا دی په دوهم دور کې دوه کاندیدان دي . اوس یوې خوا ته ډاکټر عبدالله دی او بل طرف ته ډاکټر اشرف غني دی او دا دواړه ښاغلي ډاکټران د ملت په وړاندې ولاړ دي اوس نو قضاوت د خلکو په لاس کې دی ، اوس نو اختیار د خلکو دی ، اوس نو خوښه د خلکو ده چې چاته رایې ورکوي. الحمد الله په افغانستان کې انتخابات لکه د مصر د اوسنینو انتخاباتو په څیر نه دي ، د مصر په انتخاباتو کې جنرال سی سی ۹۴.۸ ٪ رایې وګټلې او د ده په مقابل کې یو بل کاندید ولاړ ؤ چې ېاتې رايې ( ۳٪) هغه ته ورسیدې ، دا یو نمایشي انتخابات وو . او یا هم د سوریې انتخابات چې مخکې له مخکې نه خبره معلومه ده چې بشار الاسد به دا انتخابات ګټي. اما په افغانستان کې داسې نه ده ، سخته مقابله روانه ده ، او خلک آزاد دي چې په خپله خوښه رایې ورکړي او خپل سرنوشت پخپله وټاکي. د افغانستان د خلکو زړونه پاک دي او دوی په پاک زړه خپلې پاکې رایې ورکوي ، اوس نو دا د دواړو ټیمونو یعنې د ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني د ټیمونو په ضمیر او وجدان پورې اړه لري چې آیا دوی پاکې رایې غواړي او که نه غواړي د جعل او تقلب له لارې قدرت ته ورسي . کومې رايې د دوي په ګټه دي ؟ د تقلب رایې او که پاکې رایې ؟ هغه ټیم چې د پاکو رایو په زور قدرت ته رسیږي نو هغه به په پاک ډول د خلکو حکومت کوي خو هغه ټیم چې د تقلب په رایو قدرت ته رسیږي نو هغه به په پاکو خلکو د تقلب حکومت کوي او داسې حکومت دوام نه لري . هغه حکومت چې د خلکو په خوښه راشي نو هغه حکومت خلکو ته په صادقانه ډول خدمت کولای شي خو کوم حکومت چې د تقلب له لارې راشي هغه حکومت خلکو ته صادقانه خدمت نه شي کولای او هرکله چې یو حکومت صادقانه حکومت ونه شي کړای نو د هغه حکومت د قدرت ستنې ماتیږي ، ډیر ژر چپه کیږي او له خاور سره یوځای کیږي.
په انتخاباتو کې له صداقت او ایماندارۍ څخه کار اخیستل د هر افغان وظیفه ده ، په انتخاباتو که له رښتیا او حق څخه کار اخیستل د هر افغان وظیفه ده ، که ډاکټر عبدالله دی ، که اشرف غنی دی ، که د دوي د ټیمونو غړي دي ، که د انتخاباتو د کمیسیون غړي دي که د شکایاتو د کمیسون غړي دی ، که ولسمشر کرزی دی ، که وزیران دی او که نور چارواکی دی او که هر افغان دی باید ټول له الله پاک څخه ویریږي او د خپلو چارو په انجامولو کې دې خدای حاضر او ناظر وګڼي او هغه څه دې سرته ورسوي چې ضمیر او وجدان یې ورته اجازه ورکوي.
زمونږ شریف خلک نور د جعل او تقلب په وړاندې صبر او تجمل نه لري ، زمونږ خلک نور د ستونزو ، درپه دریو ، زجرونو ، مصیبتونو د تیرولو برداشت نه لري ، زمونږ خلک اوس په خبل ژوند کې یو بدلون ته ضرورت لري او غواړي چې دا بدلون په انتخاباتو کې د رایو ورکولو له لارې راولي . د افغانستان خلکو ته دا مهمه نه ده چې څوک به قدرت ته رسیږي، د افغانستان خلکو ته دا مهمه ده چې څوک به دوي ته ښه خدمت سرته و رسولای شي ، څوک به ښه حکومت داري منځ ته راوستلای شي ، څوک به قانون په ښه شان سره تطبیق کړای شي ، څوک به اداری فساد د له منځه وړلو لپاره ښه کار وکړای شي ، څوک به د افغانستان اصلی څیره نړۍ ته معرفي کړای شي ، څوک به له جهان سره په پراخه پیمانه سیاسي روابط په شاندار ډول ټینګ کړای شي .
نو زه هم ګرانو وطنوالو ته دا وایم چې ښه فکر وکړئ ، اختیار ستاسو دی ، راتلونکې ستاسو ده ، وطن ستاسو دی ، رهبر به هم ستاسو وي . د یوې ورځې فکر مه کوئ ، د د تل لپاره او د راتلونکی فکر وکړئ ، د خپلو اولادونو د راتلونکي فکر وکړئ ، آیا تاسو نه غواړئ چې په وطن کې امنیت وي ، ارامي وي ، سوله وی صفا وي ؟ آیا تاسو نه غواړئ چې د اولادونو لپاره مو ښه تعلیم وي ؟ آیا نه غواړئ چې ستاسو اولادونه د ښه او هوسا زوند خاوندان ووسي ؟ آیا تاسو نه غواړئ چې ستاسو هیواد د دنیا د مترقي هیوادونو په څنګ کې ولاړ ووسي ؟ آیا تاسو نه غواړئ چې ملي وحدت تامین شي ؟ ایا تاسو نه غواړئ چې د افغانانو تر منځ مینه وي ، محبت وي ، وروري وی او دوستي وي ؟ آیا تاسو نه غواړئ چې د افغانانو تر منځ هیڅ ډول ژبني ، قومي ، نژادي او مذهبي تعصبات وجود ونه لري ؟ نو فکر وکړئ او په ښه فکر او ښه سوچ خپلې رایې رکړئ .
د ټاکنو په ورځ په خپلو کورونو کې مه کینئ . لکه څنګه چې مو په لومړي پړاو کې شهامت ښکاره کړ ، دا ځل لا زیاد شهامت او همت وکړئ ، دا ځل د لا زیاتې زړورتیا او میړانې څخه کار واخلئ ، دا ځلا د لا زیاتې مینې او زیات شوق څخه کار واخلئ او له خپلو رایو څخه چې ستاسې حق دی کار واخلئ او خپل زعیم وټاکئ ، الله پاک له تاسو سره دی او تاسې به ان شالله کامیاب او سر فرازه وسئ ، که تاسو په خپل ځان کې تغیر راولئ نو خدای پاک به مو کامیاب کړي . تل دې وي افغانستان دا د زمرو وطن

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery