مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-05   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د ژر زړښت عادتونه


 ژباړن : عطاء الله خان حيران


 په ډيرى انسانانو کې داسې عادتونه شته دي چې له وخت نه وړاندې دانسان د زړښت ثبب کيږي لکه له حده زياته بوختيا له حده زيات کار دا ټول هغه څه دي چې جسم تر فشار لاندې راولي د نوي ساينسي څېړنو پراساس ډېر کار بدن او ذهن زيانمنه وي او د عمر دکموالي ثبب ګرځي.
اروا پوهان وايي، چې پريو وخت بايد يو کار ترسره شي نه چې په يو وخت مو ډېرو کارونوته ملاتړلي وي يو کار بايد بشپړ کړ‌ئ له هغې نه وروسته بيا بل کار ته لاس واچوئ.
له اړتيا نه زيات خواږه خواړه
 خواږه د هرچا خوښيږي خو هېره دې نه وي چې زيات خواږه خواړه دانسان وزن زياتوي او ددې ترڅنګ د انسان په څېره باندې هم ژوره اغيزه کوي په مخ کې ګونځې پيدا کوي پوستکي نرموي په ذهن هم بده اغيزه ښندي په مخ کې د اننګو سور والى له منځه وړي او دسترګو سترغلې تورې حلقې پيدا کوي او دمخ ښکلاته په کافي اندازه زيان اړوي نو پردې اساس بايد په ورځني ژوند کې خواږه کم يا داړتيا په اندازه وخوړل شي.


کم خوب
 کم خوب هم د سترګو سترغلې بدرنګه کوي تورې تورې حلقې به کې پيدا کوي او دزړښت لاعمل کيږي موږ بايد هره ورځ کم ترکمه ٧ ساعته خوب وکړو که چېرته په دوام داره توګه مو خوب ګډوډ شي نو دانسان دبدني ځواک د کمزورتيا سبب کيږي او ترڅنګ يې انسان ته ذهني سستي پيدا کيږي او کيداى شي د چاغښت ثبب هم شي.
ټلويزيون ته زيات کتل.
نن سبا د ډېرو خلکو ډېر وخت د ټلويزيون په کتو تيريږي په داسې حال کې چې د برټش سپورټس ميډيسين د څېړنې پراساس په پرلپسې توګه يوساعت تلويزيون ته په کتوسره دانسان ٢٢ دقيقې ژوند کموي، پرهمدې اساس هغه څوک چې هره ورځ د اوسط په ډول ٦ ساعته ټلويزيون ګوري نسبت نوروته يې په عمر کې ٥ کاله عمر کميږي.
په دوامداره توګه ټلويزيون ته کيناستل دسترګو شکر دانسان په ذهن او خيالاتو کې ځاى نيسي چې انسان ته ډول ډول لکه د وزن زياتوالى او داسې نورې ناورغۍ پيداکوي.
له دې نه څه ډول ځان ژغورلى شو؟ که تاسې ټلويزيون سره ډېره مينه لرئ نو له هرنيم ساعت روسته يوه لنډه دمه اخلئ او لږ قدم ووهئ نو په دې توګه ځان له يادې ستونزې نه ژغورلى شئ.

ډېر وخت پريوځاى کيناستل.
ده ورځې په دوران کې زيات وخت ځاى په ځاى کينا ستل د انسان د وزن د زياتيدو سربيره د زړه ناورغۍ او د سرطان دناروغيو سبب کيدلى شي.
که غواړئ چې ښه صحت ولرئ نو هره ورځ ورزش کوئ ترڅو له هرډول ناروغيو نه په امان کې ووسئ.


ډېر زيات سينګار( ميک اپ) کول.
ډېر سينګار له وخت نه وړاندې د زړښت لامل کيږي د زيات سينګار په ځانګړي توګه تيلو ته ورته مصنوعات د مخ سکرين په کافي اندازه خرابوي ځکه چې د مخ په سکرين باندې واړه واړه چې ليدل يې ګران دي سوري وي چې دهغې له وجې ن د مخ سکرين تازه وي کله چې دغه سوري بند شي نو پردې اساس ځينې داسې توکي د سينګار لپاره اوس اسوس پيدا شوي دي چې يو ډول کيمکل په کې کارول شوي چې د مخ قدرتي نمي ښکلا تازه ګي له منځه وړي او پوستکي وچوي کله چې د انسان د مخ پوستکى وچ شو نو دوخت نه وړاندې يې مخ ګونځې او سستوالى پيدا کوي چې دوخت نه وړاندې د زړښت سبب کيږي.

د خوب پرمهال بالښت باندې مخ ايښودل.
کله چې موږ تاسې په يو اړخ ويده کيږو نو د مخ يو اړخ مو پربالښت باندې راځي که خيال موکړى وي کله چې له خوبه راويښ شئ په هنداره کې که موخپل مخ ته وګور‌ئ نو د بالښت د لکيرو ياد بالښت چاب ورباندې جوړ وي يوه څېړنه وايي که چېرته همداسې په دوامداره توګه ويده شوئ نو دمخ سکرين مو خرابيږي پوستکى يې سستيږي او دموجوده عمر نه زيات معلوميږئ.
کړوپ کېناستل
 کړوپ کېناستل هغه که مو لپټاپ مخې ته ايښى وي که مو کتاب مخې ته غوړولى وي دغه ډول کيناستل هم ډېر زيانمن دي ځکه چې په قدرتي توګه زموږ د ملا د هډوکو متوازن برابر دى ترڅو په تګ ناسته او ولاړه کې ورسره کوم ډول د تکليف احساس ونه کړو نو موږ چې کله دغه ډول ترډيره کينو نو دغه وخت په ياد ډول ناسته کې زموږ د ملا د هډوکو هغه قدرتي جوړښت کې بدلون راځي او دغه وخت زموږ د ملا پلې اوهاډوکي د يوه غير معمولي زور لاندې وي نوپردې اساس دغه ډول کړنې په دوام داره توګه له وخت نه وړاندې زموږ د زړښت سبب کيږي موږ بايد دخپل ځان خيال وساتو ترڅو له وخت نه وړاندې له ځواکه ونه لويږو

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery