مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-11   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

په دعلمی اوادبی نړيوال کنفرانس کي دگډون بلنليک

څبيب الله غمخور
یوځل بيابه دسويډن دمالمو ښار دخپلو منلو شخصيتونوددرناویاوهڅونې دنړيوال علمی کنفرانس کوربه وي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنه ،دروزگان ملي مهالنۍ خپرونه ،دافغانی کلتوری ټولنې ،اريانا کلتوری ټولنې اويوشمېرنورو فرهنگی ټولنوپه مرسته اوملاتړ سږکال هم دتېر پشان دخپل هيواددعلمی او ادبی څېروددرناوي او هڅونې په موخه دروان کال داگست په دېرشمه (۳۰)نېټه دورځې پر يوه بجه په افغانستان کښي دخوست دپوهنتون رئيس اولرغون پېژندونکی پوهندوي محمد رسول باوري ،زموږ دهيواد پېژندل سوی او پياوړی ژورنالست ، د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر ښاغلی اکبر ايازي ، دکابل پوليتخنيک پخوانی استاد ،ليکوال اوشاعر پوهنمل حاجي محمد نوزادي ،دبي بې سي راډيوه پېژندل سوی اوهڅانده ژورناليستي نجيبې ليمې دعلمی ،ادبی اومسلکی خدمتونو،لاسته راوړنو د درناوی اوهڅونې پهپه خاطرنړيوال کنفرانس جوړېږي . پدې درنه غونډه کښي دگډون لپاره تراوسه يوشمېر پوهانو ،شاعرانو،اديبانو ،فرهنگی اوسياسی شخصيتونوله انگلستان،امريکا،ناروي ،فنلند، فرانسې ،بلجیم،المان ،هالنډ،ډنمارک اودسويډن دمختليفو ښارونونه زموږ بلنه منلې اوپه خپل فعال گډون ددې نړيوال کنفرانس ستاين غونډه نوره هم ښکلی کوي . دبې شمېره دوستانو په غوښتنه دادی موږ يوځل بيا ددې خبرتيا اوبلنليک پوسېله تاسودهيواد وياړلوپوهانو، ليکوالو، دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانو دشعر اوادب مينوالواوفرهنگی شخصيتونوته دزړه له کومې دفعال گډون بلنه درکو و. ددې نړیوالي غونډي دجوړېدونه زموږ موخه داده چې زموږ ځوان نسل دخپل هيواد دعلمي،ادبی اومسلکی شخصيتونو په علمی ،ادبی اومسلکی هڅواولاسته را وړنو خبراوله دوي سره له نږدې وگوري ،ترڅوددې کنفرانس پوسيله وکولاي سو زموږ هيوادوال اوپه ځانگړې توگه ځوان نسل دعلوموپه مختلفوبرخوکښي زموږ دهيواددپوهانو،اديبانو، ژورنالستانو ،شاعرانو اومسلکی شخصيتونوله هڅواو لاسته راوړنو نه په خبرېدوسره دغې علمی اوانساني گټوری لاري اوملي چوپړ ته نورهم وهڅوو. ترکومه ځايه چې پدې غونډه کښي به دنړی دنوروهيوادواوسوېډن مېشتی ،علمی او ادبی شخصيتونه ،دفرهنگی اومدنی ټولنو استازي ،دسويډن دولتی ،فرهنگي اوسياسي چارواکي هم گډون ولری ،غواړو په وياړسره يادونه وکړوچې پدې وسيله به موږ خپلي نوري وياړلي څېرې او شخصيتونه چې نه يوازي دا څلورتنه چې په وياړ یې دانړيوال کنفرانس راغوښتل سوی هم دکنفرانس گډونوالوته ورمعرفی کړو . موږ له يوې خواغواړودغه عنعنه ورکه کړوچي په ژوندوني خپل عالمان اووياړلې شخصيتونه په کاڼو ولي اوپر مرگ ئي بيادويراوښکی تويوي اوساندي وهی . زموږله نظره لکه دنړی نور هوښيار او وېښ ولسونه موږ هم که ديوچادرناوی،عزت اوعلمی چوپړته هڅونه دهغه په ژوند کښي وکړو دابه ډيره گټوره اودهغه دخو شحالۍ اوهڅونې لامل وگرځی . زموږ په باور داډيره حياتي اومهمه خبره ده،ترڅودغه شخصيت پخپل ژوندکښي داپخپله احساس کړي چي ملت ئې دعلمی هڅواو زيار په قدر پوه اودرناوی ئې کوي . درنو هيوادوالو! ستاسو فعال گډون به نه يوازي داچې زموږ ،مالموښار افغان اوسېدونکو اوفرهنگپالود ډيري زياتی خوښۍ لامل وگرځی،بلکي پخپل فعال گډون به زموږ سره پدې درنه علمی اوادبی نړيواله غونډه کي چې زموږ دهيواد ددې وتلو پوهانوپه وياړ جوړېږي لانوره هم درنه کړي . که چيري راتگ مودکودمودلايلوله مخې ناشونۍ وي هيله مند يوچي ددې غونډي په ادرس خپل پيغامونه اوليکنې زموږ په دې برېښنا پته راولېږی . په ځانگړې توگه گران هيواد افغانستان په پلازمېنه کابل اوټولو ولاياتو کښي ټولو فرهنگی ټولنواوسازمانوته بلنه ورکووچې په خپلو رالېږل سويوپيغامونو نه يوازي داچې داکنفرانس به دروندکاندی ،بلکې پدې وسيله خپله ټولنه اوسازمان نړيوالوته وروپېژنئ . برېښنا پته : ghamkhor@gmail.com : ghamkhor@gmail.com تليفون شمېره : 0046736511569 ستاسودرنو دوستانو فعال ،گډون ته سترگي پرلار . دټولو فرهنگی ټولنو په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery