مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-14   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

هلمند مدني ټولنه: په هلمند کي د غربت کچه لوړیږي

دهلمند مدني ټولني دهغو معلوماتو لمخي چي ددوي په  لاس ورغلي دي پدي معلوماتوکي د بيکاري د کچي پنځه  مهم لاملونه دي چي پدي ولايت کي يي د بيکاري کچه يوپه دوه کړي ده
لمړي :په مرکزلښکرګاه ښاراو شاوخواسيموکي د ګداګرانويا فقرګرانو ډيريدنه
دوهم: دهلمند په يوشميرسيموکي ناامني اواوږده جګړه
دريم:دزراعتي محصولاتو لپاره د بازارنه موندنه
څلرم :په هلمندولايتي اداروکي پراخ اداري فساد
پنځم:له تيرو څو کلونوراهيسي دبنسټيزکارو کارونونه ترسره کونه
دا پنځه واړه هغه مهم لاملونه دي چي پدي ولايت کي يي د بيکاري کچه ډيره کړي او ډيري ځوانان دامهال د بيکاري ددغه ستونزو له امله داسي کارونو ته مخه کوي چي هم کورني او هم ټولنه په بدبختيوکي اچوي
دهلمندمدني ټولني دهغه څيړنو له مخي چي دوي دګروپي کارونو له امله پدي ولايت کي ترسره کړي ددوي د څيړنو پايلي داوښوده چي دهلمندجګړه د بيکاري يو لوي لامل دي
که په هلمندکي د ځوانانو لپاره د کارموندنه وه سي ښايي پدي ولايت کي د جګړو کرښي کي ناستوکسانو شميره کمه او جګړي هم کمي کړاي سي
هلمنديو زارعتي ولايت دي نو د زراعتي محصولاتو لپاره د مارکيټ نه شتون بله هغه لويه ننګونه ده چي ددي ولايت کرونده ګر او اوسيدونکي ورسره لاس او ګريوان دي
هرکال هلمندکي دهقانان لسګونه زره افغاني پرخپلو کښتونولګوي ترڅو حاصلات يي ښه وه اوسي خو د مارکيټ نه شتون هغه څه وي چي دوي له لا نوروستونزو سره لاس او ګريوان کړي
په ولايتي اداري کي فسادبیا بله  هغه لويه ستونزه ده چي ددي ولايت خلګ ورسره لاس او ګريوان دي نو همدغه ستونزي هغه څه دي چي ددي ولايت اوسيدونکي يي له سختو ننګونو سره مخ کړي دي
د بنسټيزو کارونو نه شتون هغم هغه څه وه چي پدي ولايت  د ځوانانو لپاره د کارزميني نه برابريدني دي ته لاره هواره کړه چي ډيري ځوانان يي د بيکاري له سختو ستونزو سره مخ او هغوي يي اړکړل چي په غيري قانوني کړنو لاس پوري کړي
دهلمندمدني ټولنه پرولايتي اداري او مرکزي دولت ږغ کوي چي په هلمندکي د ي د خلګو لپاره د کارزمينه برابره کړي ترڅو پدي ولايت کي د جګړودمخنيوي ترڅنګ د بيکاري کچه راټيټه کړاي سي
که چيري پدي ولايت کي د بيکاري کچه راټيټه کړاي سي ښايي په هلمندکي د جګړي کرښه هم سړه وساتل سي او دغه ستونزه چي اوس پدي ولايت کي شته ښايي ترډيره کابو کړاي سي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery