مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-21   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

خالی لاس

حاجی محمد نوزادی


 

 
 زوی مـــــي و پــوښــتــل چي پـلاره
 لـــــــــږ خـــبــر مـي کـړه لــه حالــه
 تـــــــه لــه کـــومـه یــی راغــلـــــی
 چـــــا پـــه څــــه یــې پـیـژنــدلـــــی
 څــــــه کــمـال ، څــه دي کــارونــه
 چــــي پـــرې و کــانــدم ویــاړونـــه
 شــــم به خوښ چـــي زوي د چـایــم
 چـــــــي هــمــزولــو کي دی ستـایـم
 مـــــا وې زوي د احـــمـدخـان یـــم
 او لـــمسی د مــیـرویـس خـان یـــم
 لــــــه ډهــلـــي تـر اصـفـــهـــانـــه
 نــــوم یــې پـروت دی پـه میـړانــه
 تـــــــه راواخـــلـــه کـــتــابـــونـــه
 ســـــــه خــــبـر پـــه تـاریـخـونـــه
 دوي پـــــــه تـــــوره جـنـګـیـدلـــه
 غــــلــــیــــمـان یــی ماتــــولـــــــه
 زوی مـــي بـــیــا وویـــل پــــلاره
 پـــــوه مــي نه ســوی ته له سوالـه
 تــــه خــــپــل ځـــان راتــه وښـیــه
 چـــي تــه ویــــښ یې که ویــده یـه
 پـــلار نـــیــکــه کیسې دي ډیــري
 هــــغــه ټــولــي دي اوس تــیــري
 خــــپــل پـه کـومـو کـارو ویــاړې
 څــه دي کـــړي او څــه غـــواړې
 هـک حـیـران سوم چي څه یادکړم
 په کـوم ویـاړ به مي زوي ښادکړم
 زه بـــــه څـــنــګه ورتـــه وایـــــم
 چـــــــي خــالــي لاس بـیـنـوا یـــم
 ســــپـــیـنـه ورځ وه پــه رڼـا مـي
 تــیـــره تــــــــوره د بــــابـــا مـي
 کـــــړه د ورور پـه زړه کي ماتـه
 اوس خـــالـــی لاس یــــمه پـــاتـه (*)
ډنمارک ـ ۱۱ / ۷ / ۲۰۱۴
(*) ـ ددغه شعر مقطع د درویش دُراني د یوه غزل له مطلع سره په ورته والي راغلې ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery