مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-22   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

بیچاره ګی ستاله لاسه!

تابع

 

بیچاره ګی ستاله لاسه!‎

 

 

    
 
Inbox
 x 
    

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 


عبدالواحدتابع‎

کله چی وړوکی وم نه پوهیدلم دخلکوستایلو اوبد ورد ته به می په یوه سترګه کتل اوداسی فکربه می کاوه چی داټول زماپه ګټه دی.خوهغسی نه وه زه دبیچاره ګی هغه ښکاروم چی په نښه کیدلم اوله ژغورلوڅخه یی نه پوهیدلم اوس چی پوه شوی یم ډیرناوخته دی.ای بیچاره ګی زماد ژوند اصلی خندا،مستی اوښیګڼي ټولی تاراڅخه اخیستی وی اوپه هرمجلس کی به چوپړی دخپلوانوزه وم دهریوکس دغسی دکرارولوخوله به ماته وه راخلاصه ولی چی بیچاره وم.زمادخپلوانوکوم ماشوم به چی کومه ګناه وکړه هغه به په ماپلمه شوه چی داکارد(بیچاره ګی )کړی مابه هرلوری ته په رڼوسترګوکتل خودابه می نشوی ویلی چی داګناه مانه دی کړی ځکه چی زه روزل شوی وم همداسی چی بایدځان ونه ژغورم .اوس سترشوی یم لږاوډیرپه ښواوبدوپوهیږم اوهغه مشران وینم چی دصداقت ،ایمانداری،ریښتینولی خبری کوی زه یی نشم منلی ځکه چی ماد دوی ناحقه څپيړی خوړلی اوهغه رایادیږی.ای بیچاره ګی اوس چی سترشوی یی اوپه ښه اوبدپوهیږی خوبیا دهم واکداران نوردی دانوڅه ډول انصاف ،انسانیت اومسلمانی ده؟په دی ښه پوهیږم چی اسلام هیڅ تشه نلری خومشران ،واکداران اوتش په نوم مسلمانان لاهم زماپه ژوند لوبی کوی.دا زه بیچاره ګی چی له خپلوانود باندی چیرته له نوروکسانوسره چی له پخوامونه ووسره لیدلی ډیرښه روغ اوبړ کولای شم ،غږیدلی شم،ان تردی چی لږله خپلی بیچاره ګی دباندی هم غږیدلی شم مستی راشی حوشحالی راشی خودامستی اوخوشحالی ډیره لنډه وی.تاسوپوهیږی چی داخوشحالی ولی لنډه وی هغه ځکه چی داملګرتیالنډه وی.ای کاش ټول رواجونه دژوندانه لنډوی ځکه خوشحالی اومستی به پکی وه ای کاش خپلوی نه وی اویاټول خپلوان یوشان ته وی.ای کاش یاټول بیچاره وی اویادبیچاره ګی دردورسره وی.
ای بیچاره ګی اوس چی پوه شوی یم یامی وړکتوب بیرته راکړه یاخوشحالی راپه برخه کړه.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery