دخپریدو نیټه : 2014-07-23 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
ملي امنیت:په وزیرستان کې پیل شوي عملیات دترهګرۍ پرضدنه دي
سید سلام
د افغانستان حکومت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په وزیرستان کې پیل شوي عملیات ګټور نه دي. د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي نن یوې خبري غونډې ته وویل چې په دغو عملیاتو کې تر اوسه هېڅ مطرح ترهګر نه دی وژل شوی. صدیقي وايي د پاکستان پوځ په عملیاتو کې د حقاني شبکې، لښکر طیبه او د حافظ ګل بهادر ډلې وسله وال نه په نښه کوي. د ملي امنیت ادارې ویاند ادعا وکړه چې پاکستان د حقاني شبکې مهم غړي په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو تر پیل وړاندې خوندي ځایونو ته لېږدولي. صدیقي وايي چې په وزیرستان کې پیل شوي عملیات یا خو له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه نه دي پیل شوي او یا پاکستان باید اعتراف وکړي چې دغه عملیات ناکام دي.