مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-23   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

کندهار : په هوايي ډګر کې د اتيا ميليونو يورو په ارزښت پروژې تر سره شوي دي .

benawa afghanistan
لودين
د کندهار نړيوال هوايي ډګر ۵۱ کاله مخکي جوړ شوی دی ، دا مهال ۳۷ د ډول ډول الوتکو پارکونه لري چې ، پر يوه وخت دوه سوه الوتني ترې تر سره کيدلای شي ، د پخوا په پرتله د دې ډګر څخه د تلونکو مسافرو شمير کم شوی دی .

د کندهار د هوايي ډګر مسوولين وايې ، چې د دې ميدان د عصري کيدو دپاره يې تير کلونه څه کم اتيا ميلويونه يورو مصرف کړي دي ، چې دا مهال يې بڼه نړيواله شوې ده او مسافرينو ته زياتي اسانتياوي برابري شوي  دي ، خو اوس هم  د هوايي ډګر کارکوونکي او مسافرين د يو شمير اساسي ستونزو يادونه کوي .
د کندهار نړيوال هوايي ډګر  چې د هيواد د  د دريو لسيزو پر مهال څو څو ځله د جګړې ډګر ګرځيدلی او زيات زيانونه يې ليدلي دي ، دا مهال يې زيات پرمختګ کړی دی او بڼه يې نړيوالو ميدانونو ته ورته ده ، دا ډګر د ټول هيواد په کچه خورا لويه ساحه لري او دا مهال يې چاري پراخي شوي دي .
د دې نړيوال هوايي ډکر مشر احمدالله فيضي وايې چې د ميدان د ځغاست او ټکسي ليکو د اساسي تر ميم تر څنګ يې پر ټول ډګر څه کم اتيا ميلويونه يورو مصرف کړي دي چې د ناټو او ايساف ځواکونه ورکړي .
هوايي ډګر ته د غځيدلي لاري او داخلي سړکونو قير ، له دوه سوه نه شپږو سوو کسانو ته د کارکوونکو زياتيدل ، د ټولو تعمير اساسي ترميم  ، د نويو ودانيو جوړيدل ، د پارک رغول ، د مامورينو دپاره د نويو کارځايونو جوړيدل ، د تلاښۍ دپاره د عصري ماشينونو نصبول ، د نوي ترمينل د جوړيدو دپاره د کار پيليدل او يو شمير نور کارونه يې هغه پرمختګونه يادولای شو ، چې  مسافرينو ته يې اسانتياوي برابري کړي دي .
احمدالله فيضي وايې ، چې اوس هم زيات کار ته اړتيا سته خو د بهرنيو سرتيرو په وتلو او د عوايدو د نه زياتيدو له امله چاري ټکنۍ شوي دي .
هوايي ډګر ته ورتلونکي مسافر او د ميدان کارکوونکي  ، که څه هم تر يو ځايه راضي ښکاري خو د بريښنا  نه شتون ، د الوتنو ځنډ او د ترمينل څخه په ليري فاصله کې موټرونو ته د نه تګ اجازه هغه ستونزي بولي ، چې حلولو ته يې سخته اړتيا ليدل کيږي .
د هوايي ډګر مسوولين  هم دا ستونزي مني ، خو د حلولو دپاره يې ژمنه کوي  .
د کندهار نړيوال هوايي ډګر ۵۱ کاله مخکي جوړ شوی دی ، دا مهال ۳۷ د ډول ډول الوتکو پارکونه لري چې ، پر يوه وخت دوه سوه الوتني ترې تر سره کيدلای شي ، د پخوا په پرتله د دې ډګر څخه د تلونکو مسافرو شمير کم شوی دی .
هره مياشت څلور سوه تنه د دې ډګر له لاري هندوستان ، ايران ، ډوبۍ او يو شمير ولايتونو ته داخلي الوتني لري .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery