مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

دتیرو دریو ورځو راپه دیخوا په مارجه ولسوالۍ کي دایمرجنسي روغتون تړل سوی دی .

هلمند مدني ټولنه

په مارجه ولسوالۍ کي دایمرجنسي روغتون دپولیسو دناوړه چلند له امله خپل روغتیایي اسانتیاوي دتیرو دریو ورځو راپه دیخوا بندي کړي او خلک يې په سختو ستونزوکي اچولي  دي .
دتیري دوشنبې په ورځ دمارجې ولسوالۍ د اووم بلاک په سیمه کي دپولیسو پریوه موټر دسړک دغاړي دماین په چاودنه کي یوتن پولیس ووژل سو او دوه تنه نور یې سخت ټپیان سوه ، وروسته ترهغه پولیسو خپل ټپیان دمارجې ولسوالۍ دایمرجنسي ځايې روغتون ته یووړه چي ډاکترانو او نرسانو پوره چمتوالی ورته نیولی وو .
خو پولیسو دروغتون ډاکتران او نرسان سخت تهدید کړه او ترڅنګ یې د ایمرجنسي روغتون قوانین هم مراعت نه کړه ، پولیسو دخپل موقف څخه په ناوړه ګټه اخیستنه دروغتون په امبولانس کي دهغوۍ سره سپاره سوه ترڅو ټپیان مرکزلښکرګاه ته انتقال کړي ،دا چي دایمرجنسي په قوانینوکي دنظامي کسانو انتقال په یونیفورم کي منع دی خو پولیس دهغوۍ خبره ونه منل .
په لاره کي پولیسو دنرسانو او موټر وان سره ناوړه چلند کړی دی چي وروسته په لښکرګاه کي دایمرجنسي روغتون مسؤلینو دمارجې ولسوالۍ د ځایي روغتون د تړلو پریکړه کړېده .
دهلمند مدني ټولني لپاره په مارجه ولسوالۍ کي د ایمرجنسي روغتون تړل کیده دپولیسو د ناوړه چلند له امله سخته خواشینوونکي ده .
هلمند مدني ټولنه دکورنیو چارو وزارت او په ځانګړې توګه دهلمند دامنیه قوماندانۍ څخه غوښتنه کوي چي ددې ډول پیښو مخه دي په کلکه ونیسي ، ترڅو خلکو ته روغتیایي اسانتیاوی ورسیږي .
پولیس دټولني خدمتګاران دي هغوۍ باید قوانینوته په کلک پابنده و اوسي ، دهمدې پیښي په اړه باید پولیس دروغتیايي کارکوونکوڅخه بخښنه وه غواړي او دغه روغتیاي مرکزبیرته په خپل کار پیل وکړي .
ددې ترڅنګ په هلمندکي دعامي روغتیا ریاست هم باید دغه پیښه کلکه ونیسي ترڅو هر څومره ژر چي کیږي ایمرجنسي باید خپل ځایي روغتون بیرته پرانیزي .
داچي په دې وروستیو کي په افغانستان اوپه ځانګړې ته په هلمندکي امنیتي حالت داندیښنې وړ او جګړې پیل او تودې سوي دي ، نو له همدې امله هره ورځ مرګوني پیښي کیږي او زیاته اړتیاده چي دغه روغتون بیرته پرانیستل سي .
په مارجه ولسوالۍ کي دعامي روغتیا دریاست یو CHC  کلینک شتون لري چي دخلکو روغتیايي ستونزي نسي حل کولای ، که دایمرجنسي روغتون په دوامداره توګه وتړل  سي نو ددې ولسوالۍ اوسیدونکي به په روغتیایي برخه کي دسختو ستونزو سه مخ کړي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery