مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-23   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

د اختر کالی

عالم شاه منصوری


مخ او کالی یی دواړه په خاور لړلی وه، خو لمن او بپرتوګ یو ډیر. منډه یی ور واخسته او په منډه کی یی ویل “زه هم در سره ځم”، خو پلار یی غوښتل چی له خپل مشری زوی سره چی اوه کلن وه یو ځای بازار ته ولاړ شی. خو کشری زوی یی شله وه چی نه زه هم درسره ځم. بلاخره یی پلار ورته وویل چی که را سره ځی نو بیا د اختر کالی نه درته اخلم او که نه را سره ځی بیا کالی، خولی، صدری (واسکټ)، څپلی او جرابی درته راوړم چی په اختر کی یی واغوندی. او زیاته یی کړه: ګوره نواب (چی مشر زوی یی وه ) را سره ځی خو ده ته یو شی هم نه اخلم، له دی خبری سره یی مشری زوی ته سترګه پټه کړه. پلار (زمری) چی له کوره راووت نو له ځان سره یی یو بل وږد لست هم لاره چی پکی د میرمنی، مشری لور د اختر ټول سامان او د اختر د میلمنو لپاره ټوله سودا شامله وه.
 پلار او نواب له شپږو نورو کلیوالو سره چی یو یی موټر وان وه بازار ته ولاړ. هغه خلک چی له لری کلیو او ولسوالیو نه به بازار ته ځی عموما د دری یا څلورو ساعتونو لپاره پاتی کیږی چی د ضرورت وړ اسباب واخلی یا د ناورغی لپاره ډاکټر ته راغلی وی.
 دا ځل په موټر کی ټول سپاره کسان د نورو خلکو په وړه داختر د لازیاتی خوشحالی کولو لپاره بازار ته د سودا لپاره راغلی او په بازار کی ګڼه ګوڼه هم زیاته وه. راغلیو کلیوالو خپله سودا پوره کړی وه، عبدالله هم نواب ته ټول د هغه د خوښی سره سم سامان او اشیاء اخستی وو او هم هغه کشری زوی نور محمد ته چی دوی به له نازه نوروګی باله. موټر وان وویل که د چا څه شی کم وی زه په هغه پمپ کی تیل اچوم هغه د را واخلي چی ګرمی هم ده او روژه هم ده. د ټولو سودا پوره وه او ټول په موټر کی کښیناستل، د موټر له چالانولو سره یو لوی درب شو، دوړی شوی، ناری شوی، وړه دربا لکه دیوالونه چی ړنګیږی ډیره شوه... د لږ وخت لپاره فضاء دوړو نیولی وه هیڅ هم نه ښکاریدل، خو له لری د اُرګون د نورو ښاریانو د الله اکبر ناری وی.
خلک چی نږدی شول نه هغه مارکیټ وه چی زمری پکی خپلو نازولو ته سودا اخستی وه، نه عبدالله وه نه یی معصوم مشرۍ زوی نواب وه نه کلیوال ول نه د موټر ماشین وه او موټر داسی ښکاریده لکه زړه کړکۍ او په بل موټر چی هغه هم همداسی ښکاریده پاس پروت وه. څه باندی سل تنه شهیدان شول، څه کم اتیا تنه زخمیان شول. هغه متل می را په یاد شو چی وایی “سل تنه یی ووژل دۍ یی لا نه منی” ددغه شهیدانو او زخمیانو قاتل یی هم نه منی او معلوم هم نه شو. خو میرمن او مشره لور به یی د غبرګو جنازو لپاره خوشحالی کوی چی ګوندی جنازه یی ووینو. خو پنځه کلن معصوم نوروګۍ به لا اوس هم د پلار د راتګ په انظار د  اختر د کالیو خوشحالی لمانځی.

پای
31/04/1393

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery