مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

یو افغان پولیس په اعدام محکوم شوی

احمد فیصل
د کابل ولایت ابتدايي محکمې، یو افغان پولیس د یوې بهرنۍ د عکاسې د وژلو او یوې خبریالېد ټپي کولو په خاطر په اعدام محکوم کړ. دا پرېکړه د کابل ابتدايي محکمې وکړه خو د افغانستان له قوانینو سره سم حکم هغه وخت د اجرا وړ دی چې دوې نورې محکمې هم پرېکړه وکړي. د کابل ولایت په ابتدايي محکمه کې شپږ قاضیانو، د افغان پولیسو د یوه ټولي قومندان نقیب الله د قتل او له وظیفې سره د خیانت په تور په اعدام محکوم کړ. د نقیب الله مدافع وکیل د محکمې د حکم تر صادرېدو مخکې ځیني اسناد وړاندې کړل او استدلال یې وکړ چې موکل یې عادي او نورمال نه دی خو قاضیانو د هغه دلایل ونه منل. د وري په میاشت کې د اسوشیتید پریس خبري اژانس عکاسه انجا نایدرینګاوس په یوه وسله واله حمله کې ووژل شوه او د دې اژانس خبریاله کتي ګنن ټپي شوه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery