دخپریدو نیټه : 2014-07-24 مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل
وسله والو په مزارشریف کې یو څارنوال وژلی
احمد فیصل
د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې ناپېژاندو وسله والو د مزارشريف ښار د لومړنۍ محکمې څارنوال وواژه.د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل عبدالرزاق قادري وويل، چې نن سهار مهال د مزارشريف ښار د اتمې ناحيې اړوند سيمه کې د لومړنۍ محکمې څارنوال جواد خان د ناپېژندو وسله والو له خوا ووژل شو.نوموړي زياته کړه، چې پېښه د دشت شور سيمې په شپاړلسمه کوڅه کې رامنځ ته شوه.د هغه په وينا، جواد خان په داسې حال کې ، چې له خپل کور څخه په ياده کوڅه کې د باغ پر لور په موټر کې روان و ، د ناپېژندو وسله والو له ناڅاپي بريد سره مخ کېږي.