مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-25   مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل

وسلوالو یاغیانو دغور کابل پر لویه لار۱۴مسافر وژلي دي

benawa afghanistan
سید سلام
وسله والو تېره شپه د غور– کابل پر لويه لاره له دوو موټرو څخه ١٨ تنه کښته کړي او ١٤ تنه يې وژلي دي  دا پېښه تېره شپه ١٢بجې د غور ښار د بادګاه په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
وسله والو تېره شپه د غور– کابل پر لويه لاره له دوو موټرو څخه ١٨ تنه کښته کړي او ١٤ تنه يې وژلي دي.د غور امنيه قوماندان مل پاسوال احمدفهيم قايم وويل، دا پېښه تېره شپه ١٢بجې د غور ښار د بادګاه په سيمه کې رامنځ ته شوې ده. هغه وايي،چې وسله والو د ملي اردو له يونيفورم څخه په استفادې دا کسان تر ښکته کولو وروسته پر ډزو سره وژلي دي. قايم زياتوي، چې په وژل شوو کې درې مېرمنې هم شاملې دي ؛خو له ديادې پېښې څلور تنه ژوندي هم پاتې شوي دي. د امنيه قوماندان په وينا، وژل شوي ټول مسافر دي ،چې غوښتل یې خپلو کورونو ته لاړ شي . قایم زیاته کړه دغه سپرلۍ وسلوالو یاغیانو وژلې خو طالب اورپکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery