دخپریدو نیټه : 2014-07-25 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
نور:د رایو د تفتیش په موخه کاري ټیمونه زیاتوو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایې، د ولسمشریزو ټاکنو د مشکوکو رایو د تفتیش او باطلیدو چارو د چټکتیا په موخه یې کاري ټیمونه ډیرکړي دي.
د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل ، چې سر له سبا به په هر شفټ کې سل سل ټیمونه کارکوي.
نور زیاته کړه ،چې د ورستیو پایلو په اړه تصمیم به دټاکنو کمیسیون نیسي او ملګري ملتونه به د څارونکي په توګه ورسره کار کوي.نور زیاته کړه ، چې دټاکنو۶۰ په سلو کې مواد مرکز ته رارسیدلي دي.
ده وویل ، چې د فراه مواد هرات ته رسیدلي او هیله ده چې نن به مرکز ته را ورسیږي.
نور وویل، چې د دواړو ټیمونو له خوا ۹۲۷ ناظرین ۵۵۲ نړیوال مشاهدین او ۳۳۱ هم ملي څارونکي دي، چې دټاکنو له خپلواک کمیسیون سره ثبت شوي او ټول ټال ۱۸۱۰ته رسیږي .
نور زیاته کړه ملګرو ملتونو ورته دیوې طرحې وړاندیز کړی، چې د ټاکنو دخپلواک کمیسیون غړي ورسره په خبرو بوخت دي او جزیات به یې وروسته په ډاګه شي .