مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-25   مخپرونکئ : 098 - دبېنوا اداره - کابل

زابل: خلک د ولایتي روغتون حالت له زغمه وتلی بولي

نعیم ستوری

دزابل اوسیدونکي درسنیو سره دخبرو پرمهال په ولایتي روغتون کي دددرملو دنشتوالي ترڅنګ ، دچاپیریال ککړتیا او ډاکټران دهغوی ته ناروغانو ته په نه پاملرنه تورنوي . دوی وايي څوڅله يې چارواکو ته پدې اړوند شکایت کړی خو هغوی يې ستونزو ته هیڅ ډول پاملرنه نده کړې.
دوی پرولایتي ادارې اورمرکزي دولت ږغ کوي چي ددوی ستونزو ته نور دپای ټکی کښیږدي.


پرهمدې مهال دولایتي روغتون سرطبیب ډاکټرمحمدهاشم توخي که څه هم په ولایتي روغتون کي یوشمېر ستونزي مني خو دحلولو دپاره يې دکوټلي ګامونه پورته کولو خبرورکوي.
ښاغلی توخي په ولایتي روغتون کي دتعمیر نشتوالي  يې په وړاندي ستره ستونزه بولي او دمرکزي دولت څخه دپاملرنې غوښتنه کوي.

په زابل کي خلګ دولایتي روغتون څخه پداسي حال کي سرټکوي چي پدې ولایت کي ډیری وختونه خلګ ددرملنې  په موخه ګاونډي ولایتونو ته ځي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery