مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-26   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

قاري يوسف احمدي : د ريګستان جګړه د پوليسو تر منځ ده .

لودين
وسلوال طالبان ادعا کوی چې په ریګستان کې پیل سوي جګړه د پولیس تر منځ ده .
ددغه ډلي ویاند قاری یوسف احمدی وایی چې تیره ورځ ماځیګر د ریګستان ولسوالۍ دامنیه قومندان بسم الله او د کندهار دپولیسو د مشر قومندان رازق دعسکرو ترمنځ سخته جګړه سوي ،
قاری ادعا کوی چې دغه جګړه هغه مهال ونښته چې سرحدی پولیسو پر قوماندان بسم الله تور ولګول چې له طالبانو سره اړیکي لري
په جګړه کې دقومندان بسم الله خوریی او ۱۳ تنه ملی پولیس او دری تنه سرحدی پولیس وژل سوي .
خو د کندهار چارواکی بیا وایی چې دغه نښته د وسلوالو سره سوي چې په وینا یی تر سلو زیاتو کسانو تیره ورځ د ریګستان پر ولسوالۍ برید کړي .
ناتایید سوي راپورونه ښې چې د بریدونو پر مهال د ریګستان دپولیس مشر بسم الله هم تری تم سوي ، خو په رسمې توګه یی لا پخلي نه دي سوي .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery