دخپریدو نیټه : 2014-07-26 مخپرونکئ : 123 - دبېنوا خبریال - کابل
حکمتیار:دافغان دولت ملکي مامورین باید ونه وژل سي
سید سلام
دافغان دولت دوسلوالې مخالفي ډلې اسلامي حزب د حکمتیار څآنګې مشر انجنير ګلبدين حکمتيار له خپلو وسله والو غوښتي چې د ملکي وګړو او د دولت د ملکي مامورينو له وژلو دې ډډه وکړي.
د حکمتيار د اختر په مناسبت په خپل پیغام کې چې د دې ډلې پر رسمي وېبپاڼه خپور سوى،خپلو وسله والو ته ویلي هغه كسان په خپلو ليكو كې نه پرېږدي، چې خلك ځوروي او اسلامي اصول نه مراعاتوي.
هغه له خپلو وسله والو غوښتي چې له داسې عملياتو ډډه وكړي چې په كې عام ولس، د دولت ملكي مامورين، ښوونكي، قاضيان، ملايان، انجنيران، ډاكټران، خبريالان او نور غير محارب كسان زيامنېږي.
نوموړي له ټولو بهرنيو ځواکونو غوښتي چې له افغانستانه ووځي او افغانان پرېږدي چې خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.