مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2014-07-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

یوناما: دواړو نوماندانو زموږ لخوا د ترتیب شوې کړنلارې ملاتړ کړی

احمد فیصل
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) وايي چې د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو د رايو د تفتش او باطلولو لپاره ددوى لخوا د ترتيب شوې کړنلارې ملاتړ کړى دى. له يوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د زمري په دویمه يې په دغه برخه کې د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د تخنيکي توافق متن د ټاکنو کميسيون ته سپارلى دى چې دواړو کانديدانو پرې موافقه کړې او له ملګرو ملتونو يې وغوښتل د رايو د تفتش کړنلاره برابره کړي. د ټاکنو خپلواک کميسيون ددې کړنلارې له مخې د رايو د تفتش بهير مخته وړي او د رايو د برخليک په اړه پرېکړه کوي. يوناما وايي چې دواړو کانديدانو دوى ته ويلي چې د طرزالعمل په اړه خپلې اندېښنې لري، خو د ښه نيت لپاره تيار دي چې د نړيوالو معيارونو له مخې د تفتش بهير مخ ته لاړ شي او د دواړو لوريو ترمنځ د نظر يووالى رامنځته شي. يوناما د دواړو کانديدانو ددې پرېکړې هرکلى کړى او د ټاکنو له خپلواک کميسيون يې غوښتي چې د رايو د تفتش د بل پړاو د پيل لپاره ژر ترژره غونډه وکړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery